د لاس رسي وړ اتصالات

څارنوالۍ د امرالله صالح انتقادکوونکو باندې شوي شکایتونه رد کړل


د افغانستان لویې څارنوالۍ د بخښنې د سازمان د انتقاد وروسته شکایتونه مسترد کړي دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ د بخښنې د سازمان د انتقاد وروسته شکایتونه مسترد کړي دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، چې د دغه هیواد د جزا د قانون پر اساس بدې ردې ویل او چاته سپکاوی جرم دی او ارزونه یې د هغه چا د شکایت پر اساس کیږي، چې د دغه عمل څخه یې ضرر لیدلی وي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د افغانستان د زرغون بهیر " راسا"سیاسي کمیټې د ټولنیزو رسنیو د ۳۹ کاروونکو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح ته د سپکاوي له امله دغې څارنوالۍ ته شکایت کړی وو.

لويې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ ( کب ۱۲ مه ) خپره شوې ویلي " د زرغون بهیر له خوا دغې څارنوالۍ ته پر رسیدلو شکایتونو باندې د قضايي پلټنې د پلاوي موندنې ښيي، چې شکایتونه د ښاغلي صالح له خوا نه بلکې د زرغون بهیر د سیاسي او حقوقي کمیټې د رئیس له خوا دغې ادارې ته استول شوي دي".

لویه څارنوالي وايي، چې دغې ادارې د جزا قانون د ۶۸۱ مې مادې پر اساس دا شکایتونه بیرته مسترد کړي دي.

دا څارنوالي وايي، د دې مادې پراساس جرمونه او سپکاوی هغه مهال تر قانوني تعقیب لاندې نیول کیږي، چې هغه څوک، چې ضرر یې لیدلی په اړه یې شکایت وکړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا شکایتونه د افغانستان د منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح پر لاسلیک دغې څارنوالۍ ته نه دي استول شوي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ دا پریکړه وروسته له هغې کړې، چې تیره ورځ (کب۱۱مه) د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې امرالله صالح ته د سپکاوي په تور د ټولنیزو رسنیو د لسګونو کاروونکو پر معرفي کیدو سخت انتقاد کړی وو او دا اقدام یې د اندیښنې وړ بللی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په یو ټویټ کې ویلي " په کار نه دي، چې هیڅوک هم په سوله ییز ډول د بیان د خپلې ازادۍ د حق څخه د استفادې له امله د غچ اخیستلو د عمل سره مخ شي".

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټې هم لويې څارنوالۍ ته د ټولنیزو شبکو د کاروونکو معرفي کیدل یو غیر قانوني اقدام بللي دی.

XS
SM
MD
LG