د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د یو تښتول شوي ماشوم د قتل په جرم دوو تنو ته د اعدام سزا


د تورنو کسانو محاکمه
د تورنو کسانو محاکمه

د کابل استېناف محکمې د اسماعیل او نبي جان په نومونو دوه تنه د یوه ماشوم د اختطاف او قتل په جرم په اعدام محکوم کړل.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د معلوماتو په اساس دغو کسانو د روان کال د «زمري میاشتې پر لسمه» نېټه د فیصل په نوم یو ۱۳ کلن د کابل ښار له اتمې امنیتي حوزې څخه تښتولی و او د هغه د خوشي کولو په بدل کې یې د ماشوم له کورنۍ څخه ۱۰۰زره امریکايي ډالرو غوښتل.

لویه څارنوالي وايي چې د دوی او کشفي ارګانونو د معلوماتو په اساس یادو کسانو دغه ماشوم تر تښتولو وروسته وژلی و.

داخلي او بهرنیو جرمنو ته د رسیدګۍ استېناف محکمې موظف قاضي نن یکشنبه د «مرغومې پر ۲۹مه» پخپله علني محکمه کې یادو کسانو دغه پرېکړه واوروله.

تر دې مخکې یاد کسان د کابل ښار د ابتدايي محکمې لخوا هم د یاد جرم له امله په اعدام محکوم شوي و. موظف قاضي نن وویل، چې یاد کسان د تمیز غوښتنه کولی شي.

په افغانستان کې د ماشومانو تښتولو پېښې له جدي ستونزو څخه دی، چې په اړه یې ګڼې کورنۍ اندېښنې لري. د یادو پېښو قربانیان له حکومت څخه تورنو کسانو د مجازاتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG