د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: دریو کلو کې له زرو زیات سړي تښتوونکو ته سزا ورکړل شوې


د افغانستان لویې څارنوالۍ وايي، چې د ۱۳۹۵ لمریز کال له پیل څخه د ۱۳۹۷ لمریز کال ترپای پورې دغې څارنوالۍ د سړي تښتونې ۵۷۴ قضیې څیړلي، چې له مخې یې محکمو له زرو زیاتو مجرمانو ته د بند سزا ورکړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د شنبې په ورځ ( وري ۱۷ مه) خبریالانو ته وویل، چې په دغو تیرو دریو کلونو کې د سړي تښتونې په قضیو کې د لاس لرلو په جرم یو زر او درې دیرش تنو ته د محکمو له خوا سزا ورکړل شوې ده.

ښاغلي رسولي وویل " په ۱۳۹۵ کې ۱۹۶ قضیې، چې ۳۲۹ تنه په کې شامل وو، په ۱۳۹۶ کال کې ۱۴۰ قضیې څارنوالۍ ته راغلي دي، چې ددغو قضیو په تړاو له ۲۱۰ تنو څخه پلټنې شوې وې او د هیواد محکمو له خوا سزا ورته ورکړل شوې وه".

د لویې څارنوالۍ د ویاند د وینا له مخې په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې دغې څارنوالۍ سره د سړي تښتونې ۲۳۸ قضیې ثبت شوې وې، چې په تړاو یې ۴۹۴ تنه په بند محکوم شوي وو.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د شمیرنو له مخې د شاوخوا زرو مجرمانو له ډلې ۳۷ تنو ته د اعدام سزا اورول شوې او پاتې نورو ته د ۲۸ کلونو د بند څخه نیولې د بند بیلابیلې سزاګانې ورکړل شوي دي.

د بلې خوا د لویې څارنوالۍ ویاند د مهیسا په نوم د سړي تښتونکو له خوا د یوې کوچنۍ انجلې د وژلو د پیښې په اړه وویل، چې دا دوسیه بشبړه شوې ده.

مهیسا نږدې یوه میاشت وړاندې د کابل د خیرخانې په مینه کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې له خوا د تښتولو وروسته وژل شوې وه او مړی یې بیا د کثافاتو په یو ډیري کې اچول شوی وو.

ښاغلي رسولي وویل، چې د دې پیښې په تړاو لویې څارنوالۍ ته پولیسو دوه تنه تورن معرفي کړي وو، چې څارنوالۍ هم له هغوی څخه پلټنې بشپړې کړي او دوسیه یې محکمې ته لیږلې ده.

د مهیسا د وژلو پیښې په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي وو .

د ټولنیزو رسنیو ډیرو کارونکو له افغان حکومت څخه د مهیسا د قاتلینو د اعدام غوښتنه کړې وه.

لویه څارنوالي وايي، مهیسا تښتوونکو ویلي، چې هغه یې د پیښو د ترلاسه کولو لپاره تښتولې وه.

XS
SM
MD
LG