د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش کې د مهاجرت ضد گوند پارلماني ټاکنې وگټلې


سبستاین کُرز به د اتریش صدراعظم شي او په اروپا کې تر ټولو ځوان صدراعظم وي
سبستاین کُرز به د اتریش صدراعظم شي او په اروپا کې تر ټولو ځوان صدراعظم وي

د اتریش د خلکو گوند د هیواد د یکشنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې بریالی شو. ٣١ کلن سبستاین کُرز به د اروپا تر ټولو ځوان صدراعظم وي.

سبستاین کرز چې په مې میاشت کې د خلکو د گوند د مشر په توگه ټاکل شوی و، له بریا وروسته د دوشنبې په ورځ (اوکتوبر ١٦) په خپلې لومړۍ وینا کې خپلو ملاتړو ته وویل چې په اتریش کې به مثبت بدلون راولي.

کُرز زیاته کړه "ډیر کارونه په مخ کې دي. مونږ باید په هیواد نوی سیاسي طرز جوړ کړو. دا زمونږ وظیفه ده چې په هیواد یو سیاسي فرهنگ جوړ او د اتریش لپاره د نورو سره گډ کار وکړو. زمونږ ماموریت دی چې مثبت بدلون راولو."

په اتریش کې د محافظه کاره گوند د بریا نه وروسته د دوشنبې په ورځ په پلازمینه ویانا کې خلکو بیلابیل نظرونه درلودل.

د ویانا ښار یوه اوسېدونکي، محمد وویل "زه گورم چې په ټوله اروپا ښي اړخ خوا میلان کوي. او زه فکر کوم دا په دې مانا ده چې خلک ځان مصونه نه احساسوي، زمونږ ارزښتونه نور سم ندي او مونږ هڅه کو چې سرسري مسلې حل کړو خو په خلکو اساسي اثر نکوي."

د ویانا اوسیدونکې ویکتوریا بیا وایي چې هر گوند د کډوالۍ په مسلې ډیر رایې گټلی شي.

د اتریش د نفوس یو فیصد هغه کډوال جوړوي چې په ٢٠١٥ کې هغه هیواد ته ورغلي دي.
د اتریش د نفوس یو فیصد هغه کډوال جوړوي چې په ٢٠١٥ کې هغه هیواد ته ورغلي دي.

"زه فکر کوم چې په ښکاره ښي اړخ ته دلچسپي ډیره ده. تاسو د اتریش د خلکو گوند او د سوسیال دموکرات گوند ترمنځ کتلی شئ. کله چې د کډوالو مسله راشي نو د سوسیال دموکرات گوند او د خلکو گوند دواړه ښي اړخ ته درومي. له دې نه مالومیږي چې په کومو مسلو رای اخیستی شئ."

سیاسي کارپوه توماس هوفر اسوشیتد پرس ته وویل چې د ښي اړخي خلق گوند ته د رایی اچونکو د اوښتلو یو لوی لامل د ٢٠١٥ کال د کډوالو بحران و.

اکثره رای اچونکې وایي هیواد باندې یې تیری شوی او د مهاجرو کړکیچ د دې لامل شو چې محافظه کار یا ښي اړخي گوندونه بریالي شي.

د اتریش د پارلماني ټاکنو په نتیجه کې د د اتریش د اوسني صدراعظم کرستیان کیرن په مشرۍ د هیواد سوسیال دموکرات واکمن گوند دویم مقام وگټو.

اتریش د کډوالو د کړکیچ په مهال چې په ٢٠١٥ میلادي کال کې پیل شو، جرمني ته د کډوالو د ورتگ دروازه بلل کیږي.

د اتریش د نفوس یو فیصد هغه کډوال جوړوي چې په ٢٠١٥ کې هغه هیواد ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG