د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا: آینده ٢ کلونو کې له افغانستان نه وتل پیلوو


اسټرالیا: آینده ٢ کلونو کې له افغانستان نه وتل پیلوو
اسټرالیا: آینده ٢ کلونو کې له افغانستان نه وتل پیلوو

د اسټرالیا د دفاع وزیر وایي که په افغانستان کې یې د عسکرو ماموریت چې د افغانستان د امنیتي قواوو روزنه ده، د پلان پر اساس پر مخ ولاړ شي نو په راتلونکو دوه کالونو کې به د دغه هیواد نه د اسټرالیایي عسکرو راوتل پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې په استرالیا کې یو چارواکی د افغانستان نه د عسکرو د وتلو لپاره د احتمالي مهال ویش په اړه څه وایي.

د اسټرالیا د قواوو اصلي دنده د اروزګان په ولایت کې د افغانستان د ملی پوځ روزنه ده نو که چیرته د هغوي دا کار پدغه ولایت کې د پلان سره سم پر مخ ولاړ شي نو د راتلونکو دوه او یا څلورو کالونو نه به وروسته د خپلو عسکرو رایستل پیل کړي.

اسټرالیا په افغانستان کې 15 سوه عسکر لري چې کمانډو، د بیارغونې ټیمونه او همدارنګه سابقه دار پوځي روزنکي پکې شامل دي.

د اسټرالیا په پایتخت کانبیرا کې د دفاع وزیر ښاغلي جان فولکنر پرون د چارشنبې په ورځ د لمړي ځل لپاره د افغانستان نه د خپلو عسکرو د رایستلو په برخې کې د احمتالي مهال ویش په اړه خبرې وکړلې او داسې یې وویل.

" د دوه کالو نه نیولې تر څلورو کالو پورې به زمونږ د روزنې دنده پای ته ورسیږې او تر هغې وروسته به زمونږ دنده تر ډیره حده په نظارتي شکل وي. "

داسې ښکاري چې د اسټرالیا د ولس تر منځ د افغانستان د خونړۍ جګړې ملاتړ بې خونده دی. د همدې اونۍ په سر کې د اسټرالیا درې تنه کمانډوګان د کندهار په ولایت کې د ناټو د یوې هیلوکوپترې د راغورځیدو له امله ووژل شول چې دهغوي په وژل کیدو سره په افغانستان کې د اسټرالیا د وژل شویو عسکرو شمیر شپاړلسو تنو ته ورسیده.

که څه هم تر دې دمه دا نده څرګنده چې دغه هیلوکپتر څنګه ولیدلې ده خو چارواکي وایي چې دا هیلوکوپتر د یاغیانو د حملې له وجې نده لویدلې.

په وژل شویو کسانو کې ۲۷ کلن بن چک شامل ؤ چې پخوا د تمساح ګانو روزونکی ؤ. د بن چک پلار ګارډن چک د خپل زوی د وژل کیدو سربیره بیا هم په افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت ملاتړ کوي.

" زما زوی بن چک به د تل لپاره د یوه ځوان او تکړه سړي په صفت یادیږي او هغه به هیڅکله هم زړو نشي. هغه پدې پوهیده چې ولې افغانستان ته تللی ؤ نو مونږ هم باید چې د هغه په شان کار وکړو."

اسټرالیا هم د امریکا سره په هغه نظر کې یوه خوله دی چې وایي په افغانستان کې د بغاوت چاره یوازې په نظامي قدرت باندې نه کیږي.

په عین حال کې د همدې کال د اګست په میاشت کې به د هالنډ عسکر چې د اسټرالیا د عسکرو سره د ارزوګان په ولایت کې دیره دي بیرته هیواد ته ستانه شي او پر ځای به یې امریکایي عسکر هلته ولیږل شي.

اسټرالیا لا پخوا دا ویلي دي چې نور عسکر به افغانستان ته ونه لیږي ځکه چې دغه هیواد وایي د وسله والو قواوو شمیر یې له یوې خوا لږ دی او بله دا چې د هغوي ځیني عسکر په ختیځ تیمور او همدارنګه د سلومان په ټاپوګانو کې هم ځای پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG