د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا وايي داسې ستر تلسکوپ جوړوي چې د کایناتو رازونه به افشا کړي


استرالیا د داسې تلسکوپ په جوړولو کار پیل کړی دی چې د مسولینو په خبره یې ښايي د ستورو او کهکشانونو د جوړېدلو په اړه رازونه افشا کړي.

دغه هېواد د دوشنبې په ورځ دسمبر ۵ (لیندۍ ۱۴) د اوټبک په دښتو کې د لویو انټنونو د یوې شبکې جوړول پیل کړل. دا انټنونه به له بشپړېدو وروسته په جنوبي افریقا کې د دیش انتنونو له یوې شبکې سره وصل شي. ددې دواړو شبکو ټولګې ته "یو کیلومتر مربع ترتیب (SKA)" وايي چې ددې پروژې د مسولینو په وینا، د لیرې پرتو کهکشانونو د لېدلو وړتیا لري.

د ستورپوهنې د کورټین انستیتیوت مسول ډېني پرایس وايي، ددې تلسکوپ قوت دومره زیات دی چې د بیلګې په ډول، کولای شي له ځمکې ۲۲۵ میلیونه کیلومتره لیرې په مریخ کې د یو ستورمزلي په لاس کې تلیفون وویني.

ددې تلسکوپ د جوړولو مفکوره د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې رامنځته شوه، خو مالي او سیاسي ستونزې یې د کار د ځنډېدو لامل شوې. د پروژې عمومي رئیس فیلیپ ډیمونډ ویلي چې ددې تلسکوپ جوړېدل به "د انسانانو یوه تر ټولو ستره ساینسي لاسته راوړنه وي".

دې ستر تلسکوپ ته د "یو کیلومتر مربع ترتیب" نوم ځکه ورکړل شوی چې کولای شي په یو وخت په لیرې کهکشانونو کې یو کیلومتر مربع سطحه مشاهده کړي، چې استرالیا او جنوبي افریقا پکې مساوي برخې لري.

د دواړو هېوادونو په لیرې پرتو برخو کې کافي تشې ځمکې شته چې دا ډول ستر تلسکوپ پکې بې له کومې ستونزې او د شعاع ګانو په وړاندې له خنډ پرته فعالیت وکړي.

ددې دپاره د استرالیا په لویدیځه دښته کې د چنار ونو ته ورته ۱۳۰ زره انتنونه لګول کیږي. د پروژې مسولینو همدارنګه ویلي چې د جنوبي افریقا په لرې پرته "کرو" سیمه کې ۱۳۰ ستر دیش انتنونه ددې تلسکوپ نیمايي برخه جوړوي.

ددغو مسولینو په وینا، دا تلسکوپ د هغو تلسکوپونو په پرتله چې له واحد مرکز څخه فعالیت کوي، ځکه قوي دی چې شعاعګانې یې د دوو مرکزونو د لرلو له امله ډیرې پراخې او د دید ساحه یې لویه ده.

د تلسکوپ مشرې سارا پیرس وویل، دا پروژه به "د کهکشانونو د رامنځته کېدو او له منځه تللو، د جاذبې څپو او کایناتو په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي."

مسولین وايي ټاکل شوې چې د روانې ۲۰۲۰ لسیزې په پای کې ددې تلسکوپ د جوړولو چارې بشپړ او د کایناتو څار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG