د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا په عراق او سوریې کې د داعش پر ضد بمبارۍ بندوي


اسټرالیايي پوځيان د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ يه نړیوال ائتلاف کې تر دوه کلن غړیتوب وروسته، په پام کې لري چې په عراق او سوریې کې د هوايي ملاتړ ماموریت ختم کړي. اسټرالیا له عراق او خپلو نورو ملګرو سره تر مشورې وروسته دغه پریکړه کړې ده.

له یوې اکتشافې الوتکې پرته به له سیمې څخه شپږ جنګي طیارې بیرته اسټرالیا ته انتقال شي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر ماریس پین وایې چې د دوي هوايي ځواکونو د داعش په ماتولو کې مرسته وکړه.

اسټرالیا د ائتلاف په چوکات خپل ۷۸۰پوځیان عراق ته لیږلي دي. چارواکي وایې چې د عراقي قواوو د روزلو ماموریت په دوام وکړي.

د څار خپلواکې ډلې باور لري چې په روانو شخړو کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په بمباریو کې لږترلږه ۶۰۰۰ ملکیان وژل شوي دي. خو د ائتلاف قواماندان په ۲۸۰۰۰ هوايي بمباریو کې د ۸۰۰ ملکیانو وژل کېدل تائیدوي.

اسټرالیا د افغانستان، مصر او سوډان په شمول په ګڼو هېوداونو کې پوځي حضور لري.

XS
SM
MD
LG