د لاس رسي وړ اتصالات

ویره ده چې وارورۍ به د افغانستان په ختيځ کې ۴۵ کسه وژلي وي


داسي ویره شته چې لږ تر لږه ۴٥ کسه، د واوري د ښویدو له کبله د افغانستان په ختیځ کې په لیري پرتو کلو کی مړه شوي وي. نن د دوشنبې په ورځ د نورستان په ولایت کې سختې واورې کورنه لاندي کړل. ددغه ولایت مامورین وایی ، د وارورې له کبله دغه سیمې ته لارې بندې شویدی اوسخته ده چې د ژغورنې ماموران دغو کلیو ته ورشي او په وارورو کې بند پاتي خلک وژغوري.

د افغانستان په شمالي او ختیځیو غرنیو سیمو کې د وارو ښوییدل هروخت پښیږی،خو ماهرین وایی چې سږکال په افغانستان کې دومره سخت ژمی راغلی دی چې په شل دیرشو کالونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

تیره اونۍ، د بدخشان په ولایت کې د واورې د ښووییدو له امله کم تر ککه ۴٧ کسه مړه شول.

د دوه زره او لسم کال د فبرورۍ په میاشتې کې د واورو د ښوییدو په یو لړ پیښو کې د سالنگ تونل ته نژدې چې د هندوکش په غرنۍ سیمې کې دی، ١٦٥ کسه مړه شول.

XS
SM
MD
LG