د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني پر مولوي ایاز نیازي د چاودنې په اړه د څېړنو امر کړی


پر مولوي محمد ایاز نیازي برید په پراخه کچه غندل شوی دی.
پر مولوي محمد ایاز نیازي برید په پراخه کچه غندل شوی دی.

ولسمشر غني د افغانستان د حج او اوقافو د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوي ته دنده سپارلې چې د وزیر اکبر خان جومات پر امام او لمونځ کوونکو د پرونۍ چاودنې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

ولسمشر غني نن چهارشنبه د مولوي محمد ایاز نیازي له جنازې څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې یاد پلاوي ته یې سپارښتنه کړې چې د دغه کرغېړن عامل مرتکبین که داعش او یا نورې ډلې وي ونیسي او د خپلو اعمالو په سزا یې ورسوي.​

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه جون درېیمه (غبرګولې ۱۴) ویلي چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې د افغانستان د علماو شورا، لوی څارنوالۍ، ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست باصلاحیته پلاوي شامل دي. ښاغلي صدیقي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:

ولسمشرۍ ماڼۍ تیره شپه د یاد برید د غندلو په اړه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله هم ویلي و: "پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس پرون سې شنبه د ماښام تر لمانځه وروسته ۷:۲۵ دقیقې په وزیر محمد اکبر خان جومات کې د چاودنې له امله د دغه جومات امام مولوي محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکي وژل شوي او درې نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

په وزیر محمد اکبر خان جومات کې پرونۍ چاودنه چې تر دامهاله یې لا مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی په پراخه کچه وغندل شول.

وزیر محمد اکبر خان جومات د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې چې د کابل ښار «ګرین زون» سیمه هم بلل کیږي موقعیت لري.

یاده سیمه چې ګڼ ډیپلوماټیک دفترونه، بهرني سفارتونه او ځینې نور مهم دفترونه هم پکې موقعیت لري نسبت د کابل ښار نورو سیمو ته پکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وی.

مولوي محمد ایاز نیازی چې د افغانستان له پيژندل شوو دیني علماء و څخه و د وزیر محمد اکبر خان د جومات د امامت ترڅنګ د کابل پوهنتون په ګډون یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو کې هم د شرعیاتو پوهنځيو د استاد په توګه دنده تر سره کول.

هغه تر دامهاله زرګونه ځوانان روزلي و.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په وزیر محمد اکبر خان جومات کې پرونۍ چاودنه غندلې ده.

ښاغلي ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي:"په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په جومات کې برید په کلکه غندو، جوماتونه د عبادت ځایونه دي، نه د تاوتریخوالي او مرګونو، مولوي ایاز نیازی چې خپل ژوند یې د خدای او خلکو په خدمت کې له لاسه ورکړ د هغه له کورنۍ سره غم شریکي څرګندوو."

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دغه برید غندلی او له افغان حکومت څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو هم په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او یاده چاودنه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG