د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: کوښښ کوو خپل پوځیان باسواده کړو


عظیمي: کوښښ کوو خپل پوځیان باسواده کړو
عظیمي: کوښښ کوو خپل پوځیان باسواده کړو

د افغانستان د دفاع وزارت به د روان کال تر پایه ۱۰۰ زره سرتیرو ته سواد ور وښيي. ددې لپاره یې۷۵۰ ښوونکي په ۱۵۰۰ د سواد زده کړې په کورسونو کې په کار ګمارلي دي.

ډیرې هغه کسان چې د ملي اردو په لیکو کې ګمارل کیږي، لیک لوست نشي کولای. ځینې کتونکي وايي، همدا باعث کیږي چې ځینې سرتیري په خپلو قانوني مکلفیتونو باندې په سمه توګه نه پوهیږي او یا په غیرقانوني چارو لاس پورې کوي.

د دفاع وزارت ویاند، ظاهر عظیمی وایي اوس یې ډیر اړین کار دادی چی ځواکونه باید باسواده وي.

جنرال عظیمي ټینګار کوي چې دا مهال افغان ځواکونه ددې جوګه دي چې د رامنځته کیدونکو خطرونو مخنیوی وکړي او د بهرنیو ځواکونو نه د امنیت ساتنې مسولیت واخلي.
د روانې میاشتې په سر کې د افغانستان په ۷ سیمو کی د انتقال لړۍ پیل شوه او افغان ځواکونو د امنیت ساتنې مسولیت واخیست خو کله ناکله له دغو سیمو د ناامنیو خبرونه خپریږي.

جنرال عظیمی وایي د امنیتي مسولیت منل په دې مانا نده چې په سپارل شویو سیمو کې نوره جګړه ختمه ده. تهدیدات او جګړه لا دوام لري خو موږ یې د مخنیوي توان لرو.

له بلې خوا داسې انګیرنې هم شته چې د هیواد په ځینو سیمو کې د ملي اردو ځواکونه هیڅ شتون نلري لکه د نورستان ولایت ډیرې سیمې؛ خو جنرال عظیمي دا ادعاوې په کلکه ردوي.

ښاغلی عظیمي وايي: "تیر کال د هیواد په جنوبي سیمو کې د دښمن د ځواکونو تمرکز دیر زیات وو نو له دی امله د ملی اردو ځواکونه هم دیری د تهدید په سیمووکی متمرکزه وو لکه د قندهار ولایت د ژیړۍ، پنجوایي آو ارغنداب ولسوالۍ، خو کله چې موږ دا سیمې له دښمن نه پاکې کړې نو دلته د ځواکونو شمیر کم شوی او نورو سیمو ته لیږدول شوي دي".
په همدې حال کې ظاهر عظیمي د وسلو د کمي نه سر ټکوي او وایي درنې وسلې یې لا فعالې ندي او هوایي پوځ کې یې ډیرې کمزورﺉ دي.

دی وایي، د نړیوالې ټولنې سره په خبرو اخته دی چې د اړتیا وړ وسلې تر لاسه کړي

خو ډیری افغانان د نړیوالې ټولنی ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او وایي دوی د سخت ضرورت سره سره بیا هم د افغان پوځونو تجهیزد تیرو لسو کالو په اوږدو کې ځنډولی دی نو باور نلري چې دا ژمنه به په راتلونکو دریو کالو کې پوره شي.

XS
SM
MD
LG