د لاس رسي وړ اتصالات

د شوکاڼي معادن په افغانستان کې د داعش ستره مالي سرچینه


د شوکاڼي کان
د شوکاڼي کان

یوه نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د داعش جنگیالي په افغانستان کې د شوکاڼي د معادن د غیر قانوني تولید له درکه هر کال په سلگونو زره ډالر عاید ترلاسه کوي.د شوکاڼي (بورکس) پوډر د پاکستان له لارې اروپا او امریکا ته رسیږي.

پدغه رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو د افغانستان د کانو او صنایعو وزارت د شمیرو له مخې ویل شوي چې هر کال د افغانستان نه شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه شوکاڼی چې د رنگ په محصولاتو کې او همداشان د ماشومانو په پوډورو کې ترې استفاده کیږي د روان کال د مارچ تر میاشتې له افغانستان نه صادر شوي دي.

د "گلوبل ویتنیس" په نامه دغه سازمان ویلي چې تقریباً ټول استخراج شوی شوکاڼی پاکستان ته صادریږي او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د شوکاڼي د واردواتو له دریو نه یوه برخه یې د پاکستان نه واردیږي او د اروپایي هیوادونو د اړتیا وړ شوکاڼی هم له پاکستان نه ځي.

د گلوبل ویتنیس رئیس نیک دونووان ویلي "امریکایي او اروپایي مصرف کوونکي پرته له دې چې وپوهیږي په افغانستان سخت دریځې ډلې تمویلوي."

دغه سازمان همداشان وایي چې په افغانستان کې د قیمتي ډبرو لکه لاجوردو غیر قانوني استخراج د طالب جنگیالیو د عاید یوه عمده منبع ده. د شوکاڼي معادن د افغانستان د ننگرهار ولایت د شینوارو په سیمه کې موقعیت لري چیرته چې د داعش ډله په کې نفوذ لري او دغه ډله د شوکاڼي د معادن د کنترول لپاره مبارزه کوي.

رپوټ د داعش د یو لوړپوړي قوماندان له خولې چې نوم یې ندی ذکر شوی لیکي چې دې ډلې ته د نورو ډلو څخه د ننگرهار د معادن د کنترول ترلاسه کول لومړیتوب لري. دغه داعشي ویلي دي چې په هره بیه چې وي ددې معادن کنترول ترلاسه کوي.

افغان امنیتي مقاماتو تل د ننگرهار ولایت نه د شوکاڼي او کرومیت په څیر کانونو د قاچاق په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

د افغانستان د کانو او صنایعو وزارت یو ویاند ویلي دي چې له پخوا څخه یوه کمیټه جوړه شوې ده چې پدې هکله د افغانستان د امنیتي او استخباراتي ځواکونو سره همکاري.

XS
SM
MD
LG