د لاس رسي وړ اتصالات

عطا محمد نور: د حکومت د خپلسریو پر وړاندې ودریږم


د بلخ والي تیره شپه مزارشریف کې د یو نوي جومات د پرانیستلو غونډې ته وینا کې په ټینګار وویل چې د حکومت پر وړاندې به ودریږي.
د بلخ والي تیره شپه مزارشریف کې د یو نوي جومات د پرانیستلو غونډې ته وینا کې په ټینګار وویل چې د حکومت پر وړاندې به ودریږي.

د بلخ والي عطا محمد نور چې د افغان حکومت پر وړاندې " د افغانستان د ژغورنې " په نومد نوي جوړ شوي ائتلاف د رهبرۍ غړی هم دی، په مزارشریف ښار کې د یو نوي جوړ شوي جومات د پرانیستلو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د هیڅ ډول استبداد پر وړاندې به غلی پاتې نه شي.

ښاغلي نور وویل " نن مونږ په یو دا سې حالت کې یو چې په ټول هیواد کې د عدالت د ټینګښت، د سیاسي او ټولنیز ګډون او د حکومت د خپلسریو پر وړاندې او هغه څه چې زمونږ د دیني ارزښتونو پر خلاف دي، د دې غوښته کوي چې ټول يې پر وړاندې په متحد ډول ودریږو، مونږ د هرډول زورزیاتي، ظلم او استبداد پر وړاندې چپ نشو پاتې کیدلی".

د بلخ والي چې تیره شپه یې په مزارشریف ښار کې د یو نوي جوړ شوي جومات د پرانیستلو غونډې ته وینا کوله وویل، چې د عدالت د پلي کیدو او سیاسي ګډون لپاره لا ډیر یووالي ته اړتیا شته دی.

د بلخ والي ادعا وکړه چې دننه په حکومت کې ځینې کړۍ د دیني ارزښتونو له منځه وړلو په هڅو بوختې دي.

ارګ تر اوسه د بلخ د والي دې څرګندونو ته چې د مزارشریف د جلال الدین بلخي په هوایي ډګرکې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د سپرلۍ الوتکې ته د ناستې د نه ورکولو وروسته لومړۍ وینا وه، غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې پر ارګ د خپلسرۍ د تورنو په ځواب کې د افغانستان جمهوري ریاست دا تورونه رد کړي وو او ویلي دي چې افغان حکومت ټولې پریکړې په مشورتي توګه په بیلابیلو شوراګانو کې چې د حکومت مشران او لوړپوړې چارواکي په کې ګډون لري کوي.

په مزارشریف ښار کې د تیرې شپې غونډې ته د بلخ د والي وینا د ترکیې څخه د راستنیدلو وروسته په بلخ کې د هغه د وینا پر نسبت ډیره نرمه وینا وه.

د بلخ والي په ترکیه کې د افغان حکومت پر وړاندې د جنرال عبدالرشید دوستم او حاجي محمد محقق سره د نوي ائتلاف د جوړولو وروسته د روانې میاشتې په نیمایي کې مزارشریف ته د راستنیدلو سره سم یوې لویې غونډې ته په وینا کې افغان حکومت پر وړاندې د لویو لاریونونو ګواښ وکړ او جمهور رئیس محمد اشرف غني یې د واک په انحصار تورن کړ.

د بلخ والي په خپلې دغې توندې وینا کې حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چې که اصلاحات پلي نه کړي نو په کابل کې به د حکومت پر وړاندې مدني حرکتونه هم پیل کړي.

XS
SM
MD
LG