د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر الله نظر: له پاکستان څخه بشپړه آزادي غواړو


Allah nazar
Allah nazar
د بلوچستان د آزادۍ د وسله وال تحریک (بلوچستان لبیریشن فرنټ) مشر ډاکټر الله نظر د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې په بلوچستان کې د پاکستان د حکومت پرضد د بلوڅانو د وسله والې مبارزې، د پاکستان د حکومت سره د سولې د خبرو ، د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د پښتنو څخه د بلوڅ وسله والې ډلې د تمو او د بلوڅانو په سیمو کې د ملکې کسانو د وژنو په هکله خبرې کړي دي.

هغه د امریکا غږ خلیل بړیڅي سره په مرکه کې وویل چې بلوڅان د پاکستان څخه بشپړه آزادي غواړي او هرډول خبرې که د پاکستان له حکومت سره کېږي هم باید د آزادۍ په هکله وي نه د پخلاینې او د پاکستان سره د بلوچستان د یووالي په هکله ځکه د هغه په وینا بلوڅان خپل تاریخ لري او د یوه خپلواکه هیواد وګړي پاته شوي دي. نوموړي دغه راز پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د عرب پسرلي په څیر دي د بلوڅانو د پاڅون هم ملاتړ وکړي.

له هغه سره ځانګړې مرکه پر لاندي لینک باندي په بشپړه توګه اوریدلای شیْ.


XS
SM
MD
LG