د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو د کابل - بامیان لار د غوربند په دره کې بنده کړې


افغانستان کې هرکال د مني او پسرلي په موسمونو کې سیلابونه راوځي، چې د سیلابونو په اوږدو کې پرتې لارې هم تخریبوي.
افغانستان کې هرکال د مني او پسرلي په موسمونو کې سیلابونه راوځي، چې د سیلابونو په اوږدو کې پرتې لارې هم تخریبوي.

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د تیرې ورځې د سختو بارانونو وروسته د سیلاب له امله د کابل – بامیان لویه لار د پروان ولایت د غوربند په دره کې نن د شنبې په ورځ ( تلې ۱۳ مه) د موټرو دتګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوال اکاګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن سهار د شنبې په ورځ څلور بجې د غوربند په دره کې سخت اورښت پیل شوی، چې له امله یې سیلابونه راوتلي او د پل " اشاوه" او د شینواري ولسوالۍ د " اشترشهر" تر سیمې پورې یې څلور کیلو متره سړک تخریب کړی، چې ورسره دا لویه لار هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د سیاه ګرد ولسوال وویل، چې که څه هم د لارې د پرانیستلو لپاره د فواعد عامې د ریاست کارکوونکو کار پیل کړی، خو په سیمه کې د اورښت د دوام له امله د لارې د بیا پرانیستلو چارې د ستونزو سره مخ شوي دي.

یو شمیر مسافرو او موټر چلوونکو امریکا غږ اشنا راډيو ته ویلي، چې د لارې د بندیدلو له امله د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو موټر بند پاتې دي.

د احمد یاسین په نوم یو ډرایور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سیلابونه لا هم د سړک په اوږدو کې بهیږي، چې له امله لار همداسې تړلې ده.

په افغانستان کې د مني د موسم د پیل سره سم په یو شمیر ولایتونو کې د باران اورښت پیل شوی، چې ورسره پر لویو لارو د موټرو تګ راتګ یې هم د ستونزو سره مخ کړی دی.

د جمعې په ورځ د کابل – جلال اباد لار هم د اوږدو ساعتونو لپاره پر دغه لار د سیلابونو د راوتلو او د غره د ښویدنې له امله تړل شوې وه، چې بیا د غرمې وروسته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د کابل څخه بامیان ولایت ته یوه بله لار هم غځیدلې، چې د میدان وردک ولایت د جلریز ولسوالۍ څخه تیره شوې ده، خو پر دغه لار د وسله والو مخالفانو د ممکنه بریدونو له امله ډیر مسافر پر دې لار بامیان ولایت ته تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG