د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان د 'زده‌ کړې ښارونو نړیوالې شبکې' غړیتوب ته نومول شوی


بامیان ښار په ۲۰۱۵ کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د خلاقو ښارونو د شبکې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
بامیان ښار په ۲۰۱۵ کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ د خلاقو ښارونو د شبکې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د بامیانو ښار به په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي پروګرام یونسکو له خوا په رسمي ډول د 'زده‌ کړې ښارونو نړیوالې شبکې' غړیتوب ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت د سواد د زده کړو مرستیال وزیر سردار محمد رحیمي، نن د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل، په روران ۲۰۱۷ عیسوي کال کې په جنوبي کوریا کې د " لوی عمر لرونکو" د کنفرانس پرمهال د 'زده‌ کړې ښارونو نړیوالې شبکې' غړو له افغانستان څخه وغوښتل چې خپل یو ښار دغې شبکې ته ور وپیژني.

ښاغلي رحیمي وویل، چې د دې لپاره چې په بامیانو کې د سواد د زده کړی په پروګرام کې ښځې، سړي، لویان او ځوانان برخه لري، افغانستان پریکړه وکړه چې دا ښار د 'زده‌ کړې ښارونو نړیوالې شبکې' ته د غړیتوب لپاره ور وپیژني.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې له څلورسوو زرو څخه زیات سړي او ښځې د دغه وزارت د سواد د زده کړو د پروګرام له لارې لیک لوست زده کوي.

ټاکل شوې تر راتلوونکو درې میاشتو به د دې پروګرام څخه تر درې سوو زرو پورې زده کوونکي فارغ شي.

ملګروملتونو تعلیمي پروګرام یونسکو د ۲۰۱۵ کال راهیسې د 'زده‌ کړې ښارونو نړیوالې شبکې' پروګرام پیل کړی دی.

یونسکو د دې پروګرام هدف په نړۍ کې د خلکو د سواد د زده کړو په برخه کې د پوهاوی د کچې لوړیدل ښيي.

د بامیان ښار په ۲۰۱۵ کال کې د عنعنوي فرهنګ، لاسي صنایعو او د خلاقو بشري هنرونو د ساتلوله امله د یونسکو له خوا د نړۍ د خلاقو ښارونو د شبکې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG