د لاس رسي وړ اتصالات

فلم جوړونکي انجونو د بامیان د فلم فیستیوال جایزې وګټلې


بامیان کې د تیرو دوو کالو راهیسې د فلم فیستیوال جوړیږي.
بامیان کې د تیرو دوو کالو راهیسې د فلم فیستیوال جوړیږي.

د بامیان د فلم په دویم فیستیوال کې چې د سه شنبې په ورځ ( زمري په ۱۵مه)د دغه ولایت په مرکز کې پرانیستل شوی و او د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید ټول ۵۰ فلمونه نندارې ته ایښودل شوي وو.

د دغه دوه ورځیني فیستیوال ژوري پلاوی وايي، چې په دویم فیستیوال پنځوس فیصده فلمونه د انجونو له خوا تولید شوي وو.

د فیستیول لومړۍ جایزه د سینما یو داستاني فلم"په ګاونډ کې" چې معصومه محمدي جوړ کړی ، دوهمه جایزه د نیکبخت فرهمند " بختي" له خوا د رویایي بختي په نوم یو مستند فلم او درییمه جایزه د عزیز احمدي " د عشق رنګ" په نوم فلمونو ترلاسه کړي دي.

د بامیان د فلم د اکاډمۍ مشر رحمان عالمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په بامیانو کې د فلم دویم فیستیوال جوړیدلو دا وښوده، چې په دغه ولایت کې د فلم صنعت په ډیره چټکۍ وده کړې ده.

ښاغلي عالمي وویل " نن بامیان د ملي سینما پر یو ادرس بدل شوی، په یوه نوې بڼه باندې. زه هیله لرم، چې د سینمايي فلمونو او سریالونو په تولیدلو سره به د افغانستان د سینما د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړو".

معصومه محمدي " په ګاونډ" کې د فلم ډریکټره ، چې د دې فیستیوال لومړۍ جایزه یې ترلاسه کړې وايي، چې په خپل دغه فلم کې یې د افغانستان ټولنې ته په کتو په سینما کې د ښځې رول انځور کړی دی.

میرمن محمدي وویل " په دې فلم کې مې د افغانستان په ټولنه کې، کله، چې یوه ښځه سینما ته مخه کوي د کومو ستونزو سره مخ کیږی حالت انځور کړی دی".

د فیستیوال د ژوري پلاوي یو غړي عبدالعزیز کریمي، چې د افغان فلم مرستیال هم دی د دغه فیستوال په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بامیان په دویم فیستیوال کې فلمونه په اکاډمیک ډول تولید شوي، چې د افغانستان د سینما د بډاینې سره مرسته کولی شي.

ښاغلي کریمي وویل " هر تولید، چې مونږ ولرو په هیواد کې د سینما پر صنعت مثبته اغیزه لري".

د بامیان د فلم اکاډمۍ درې کاله وړاندې په دغه ولایت کې جوړه شوې ده.

د دغې اکاډمۍ مسولین وايي، د اکاډمۍ د جوړیدلو راهیسې تراوسه دغې اکاډمۍ زده کوونکو شاوخوا سل فلمونه تولید کړي دي.

د دغې اکاډمۍ مسولین وايي، سږکال یې په لومړي ځل په لسو برخو کې یو سریال هم تولید کړی، چې ژر به د تلویزیونونو له لارې په افغانستان کې د خلکو د نندارې لپاره خپور شي.

د بامیان د فلم فیستیوال ترڅنګ په روانه اونۍ کې، د افغان فلم په نوښت د کابل ښار په څلورو برخو کې د افغانستان د سینمايي فلمونو یو فیستیوال هم د زمري د میاشتې په ۱۲ مه پیل شوی، چې ټاکل شوې د را روانې شنبې په ورځ ( زمري ۱۹ مه) به پای ته ورسیږي .

د افغان فلم په نوښت په دې فیستوال کې سل فلمونه، چې د تیرو لسیزو راهیسې په افغانستان کې او د افغانستان بهر د دغه هیواد د مسایلو په اړه جوړ شوي نندارې ته ایښودل کیږي.

د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي امریکا غږ اشنا ته ویلي، چې د فیستوال د جوړیدو څخه یې هدف سینما ته د خلکو د تللو دود هڅول دي.

XS
SM
MD
LG