د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: کانګرس دي د منځنۍ طبقې د کارګرانو پر معاشونو باندي مالیات کم کړي


اوباما: کانګرس دي د منځنۍ طبقې د کارګرانو پر معاشونو باندي مالیات کم کړي
اوباما: کانګرس دي د منځنۍ طبقې د کارګرانو پر معاشونو باندي مالیات کم کړي

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانگرس نه غوښتي دي چي د منځنۍ طبقې د کارگرانو په معاشونو باندي چي کوم مالیات کم شوي دي، هغو ته دي دوام پسې ورکړل شي او په دې هکله دي کانگرس یوه لایحه ژرتر ژره منظور کړي چي ددې میاشتي په پاي کي ددغو کارگرانو د معاشونو مالیات زیات نه شي.

ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي د امریکا خلک دې ته وهڅول چي په کانگرس کي د خپلو وکیلانو سره په تماس کي و اوسي او د ١٦٠ ملیون امریکایانو د مالیاتو د کمیدلو ملاتړ وکړي.

جمهوررئیس وویل یوه کورنۍ چي کلنی معاش یې ٥٠ زره ډالره وي، کولای شی د اوسنيو شرایطو سره سم په کال کي تر یوزر ډالرو پوري وسپموي. هغه وویل چی که په دې معاش باندي مالیه زیاته شي، نو یو خو به دې کورنۍ ته په خصوصي لحاظ تاوان ورسیږي او بل به په اقتصادی رغوني باندی هم ناوړه تاثیر وکړي.

XS
SM
MD
LG