د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پیسو مینځلو او د ترهگرۍ د تمویل د لوړ گواښ سره مخامخ دی - رپوټ


د یوې نوی څیړنې په بنسټ، افغانستان د هغو هیوادونو د ډلې په لومړي کتار کې راغلی چې د پیسو مینځلو او ترهگرۍ د تمویل د لوړې کچې له خطر سره مخامخ دي.

هغه څیړنه چې د نړۍ د ١۴٦ هیوادونو په هکله د "بازل د حکومتدارۍ د انستیتوت" له لورې ترسره شوی ایران په کې د پیسو منځلو او د ترهگرۍ د تمویل سره د مخامختیا له درکه په لومړي ځای کې راغلی دی.

افغانستان، گینه بیسائو، تاجیکستان، لاووس، موزامبیق، مالي، مالیزیا، یوگندا، کمبودیا او تانزانیا په ترتیب سره د جدول له دوهم نه تر لسم پورې ځایونه نیولي دي.

فنلند، لیتوانیا او استونیا، هغه درې هیوادونه دي چې په ترتیب سره د جدول په پای کې ځای شوي چې د پیسو منځلو او د ترهگرۍ د تمویل کچه په کې ټیټه ده.

سوډان، تایوان، چین، اسراییل او بنگله دیش د ٢٠١٦ کال په پرتله ښه شوي دي، خو په جامایکا، تونس، مجارستان، ازبکستان او پیرو کې دا ستونزې زیاتې شوي دي.

د بازل د حکومتدارۍ انستتیوت د شپږو کلونو راهیسې د نړۍ په ١۴٦ هیوادونو کې د پیسو منځلو او ترهگرۍ ضد لاملونه ارزوي.

دغه انستیتوت په مشخصه توگه د پیسو هغه اندازه چې په یو هیواد کې تطهیر یا پاکیږي ندي ارزیابي کړي بلکه د هغوی څیړنه داسې طرحه شوې چې ښیي یو هیواد څومره د پیسو منځلو او د ترهگرۍ د تمویلولو له گواښ سره مخامخ دی او څومره ورته له دې درکه زیان رسیږي.

ددې څیړنې معلومات د شفافیت د نړیوال سازمان په گډون د نړیوال بانک او د نړۍ د اقتصادي مجموعې نه راټول شوي دي.

د بازل د حکومتدارۍ د انستیتوت په څیړنه کې ددغې ستونزې سره د نړۍ د ١۴٦ هیوادونو مخامختیا داسې ارزول شوې چې د صفر درجه (ډیر کم خطر) او تر لسو پورې (ډیر زیات خطر) په جدول کې درجه بندي شوی دی او دا په دې معنی دي چې هر څومره یو هیواد د صفر درجې نه لوړیږي په هغه کې په هماغه اندازه ددغو مشکلاتو زیاتوالی ښیي.

د پیسو مینځلو سره د مبارزې ټیټه کچه، ټیټ اداري ظرفیت او په مالي او خصوصي سکتور کې د شفافیت نشتوالی د هغو عواملو په جمله کې دي چې هیوادونو ته ډیر خطر متوجه کوي.

XS
SM
MD
LG