د سوریې یوې محکمې د دغه هېواد له واکه غورځول شوی مشر، بشارالاسد، او د هغه کشر ورور د سوریې د ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو په تور، په غیاب کې د اعدام په سزا محکوم کړي دي.
په دې جګړه کې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.
په دمشق کې د څلورمې جنایي محکمې له خوا صادر شوي دا حکمونه، د بشار الاسد او د هغه د نږدې کړۍ د غړو پر وړاندې لومړني حکمونه ګڼل کیږي.
قاضي فخرالدین العریان د محکمې د هغې غونډې پر مهال چې د سوریې د دولتي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وویل چې بشار الاسد له دولتي ادارو څخه د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو د ترسره کولو لپاره استفاده کړې ده.
په همدې حال کې، محکمې عاطف نجیب، چې د اسد د ماما زوی دی او په محکمه کې حاضر و، هم د اعدام په سزا محکوم کړ. نوموړی د سوریې په جنوبي سیمه درعا کې د اعتراضونو د ځپلو د څارنې په تور تورن او مجرم پېژندل شوی و. هغه اقدامات چې د پاڅون او وروسته د کورنۍ جګړې د پیل لامل شول.
بشار الاسد او د هغه ورور ماهر، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د حکومت له نسکورېدو وروسته روسیې ته وتښتېدل او هلته یې سیاسي پناه ترلاسه کړه.
د سوریې نویو واکمنانو له روسیې غوښتي چې بشار الاسد او د هغه ورور ماهر سوریې ته وسپاري
فورم \ دبحث خونه