د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د علماو شورا رئیس په وسله واله حمله کې وژل شوی


د کابل د علماو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني نن تر ماسپښین وروسته د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوتاتو کې د ناڅرګندو وسله لخوا ترور شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد له امریکا غږ سره د یاد خبر په تايئد سره وویل چې نوموړی په چهل ستون سیمه کې وژل شوی دی.

مجاهد وویل چې تر پېښې وروسته د پولیسو لخوا په سیمه کې یو تن له وسلې سره نیول شوی دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د کابل د علماو شورا په رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني باندې ترهگریز برید په سختو الفاظو غندلی دی.

ښاغلي غني ویلي دي چې "ترهګر پر علمای کرامو، قاریانو، دیني او اسلامي محافلو د بریدونو په ترسره کولوسره ښیي چې عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي."

مولوي عبدالبصیر حقاني له تېرو څو کلونو راپدېخوا د کابل علماو شورا کې دنده تر سره کوله.

نوموړی د کابل علماو په منځ کې یو له مطرح کسانو څخه و چې ډېر کله به یې نظام په ننګه له رسنیو سره مرکې کولې.

مولوي عبدالبصیر حقاني د تېرې سې شنبې ورځ له امریکا غږ سره خبرو کې د ولسمشر غني د هغه څرګندونو هم هرکلی وکړ چې ویلي وو په حکومت کې دي د علماو ونده او رول زیات شي.

تر دامهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

مولوي عبدالبصیر حقاني پر داسې مهال ترور کېږي چې تېره اوونۍ د میلاد نبي په مراسمو کې په کابل کې د دیني علماو په غونډه کې انتحاري حملې ۵۵ تنه ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG