د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او داعش ترمنځ د ننګرهار په خوږیاڼو کې بیا جګړه پیل شوې


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې داعش او طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي کې خپلو کې بیا ځلې جګړه پیل کړې چې له امله یې څلور داعش او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه پیل شوې چې د څلورو داعش او دریو طالبانو د وژل کېدو سربېره پکې دوه داعش او دوه وسله وال طالبان زخمیان شوي هم دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې داعش ډلې په وزیرو کې ډېر شمېر سیمې لاندې کړي او طالبان یې له یو شمېر کلیو نه شړلي دي.

دغه ځايي کس چې خپل نوم نه اخلي وايي چې حکومت تر اوسه په دغه جګړه کې هیڅ مداخله نه ده کړې.

په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جګړو په وجهه سلګونه ځايي اوسېدونکي هم کډو کولو ته مجبور شوي او خپلې مېنې یې پرېيښي دي او خوندي سیمو ته تللي دي.

تر اوسه داعش او طالبانو ددغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

غني خېلو ولسوالۍ کې پر طالبانو ماین چاودنه

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې ددغې ولسوالۍ په ۲۷ ویالې سیمې کې پر یو فرعي سرک د طالبانو پر کرولا موټر ماین چاودنه کړې چې د یو سرکروپ په ګډون پکې څلور طالب وسله وال وژل شوي دي.

تر اوسه ددغې چاودنې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

د غني خېلو ولسوالۍ په اکثرو سیمو کې وسله وال طالبان حاکم دي.

XS
SM
MD
LG