د لاس رسي وړ اتصالات

داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته غځیدلې


د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې داعش او وسله وال طالبان خپلو کې نښتې پیل کړي، چې د چارواکو په وینا د طالبانو نومول شوی ولسوال هم پکی وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه تېر مازیګر د ارمان بان‌‌‌‌‌‌ډې او شاتو سیمو کې شوې دي چې په پایله کې یې د دره نور لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال سید اغا او دوه ‌‌‌‌‌‌طالب ډلمشران وژل شوي دي

دره نور په ننګرهار کې د امنیت له پلوه خوندي ولسوالۍ شمېرل کېږي، خو د ‌‌‌‌‌‌ډېرو په باور دغه ‌‌‌‌‌‌ډول پېښې دره نور نا امنه کولی شي.

ددغې ولسوالۍ یو قومي مشر ضابط امیر محمد امریکا غږ ته وویل چې په دره نور کې په دې ورستیو کې حالات یو څه خراب شوي او حکومت باید ددغې ولسوالۍ لرو پرتو سیمو کې محلي پولیس ځای پر ځای کړي چې حالات نور خراب نه شي.

خوږیاڼو کې د داعش او طالبانو تازه جګړې

د ننګرهارامنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د خوږياڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي کې د داعش او طالبانو منځ کې د تېرې ورځې په تازه جګړو کې پنځه طآلبان او پنځه داعش وسله وال وژل شوي او همدا شان پنځه طالبان زخمیان شوي دي.

تر اوسه داعش یا طالبانو ددغو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د داعش او طالبانو خپلمنځي جګړو په موقع حکومتي قواوې هڅه کوي چې دواړه ‌‌‌‌‌‌ډلې وځپي او په خوږیاڼو کې پر داعش او طالبانو هوايي بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG