د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیویي خپرونې بندې شوې

د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې د اېف‌اېم پر څپو د بي‌بي‌سي راډیویي خپرونې بندې کړې.
بي‌بي‌سي د سې‌شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې دا موضوع تایید کړه او ویې ویل چې د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، حبیب غفران، ویلي چې د بي‌بي‌سي فعالیتونه د هغه څه له امله چې نوموړي "پرله‌پسې سرغړونې" بللې، د نامعلومې مودې لپاره ځنډول شوي دي.

د وزارت ویاند ددې بندیز او د هغه په قول ددې سرغړونو د څرنګوالي په اړه نور توضیحات ورنکړل.

بي‌بي‌سي ویلي چې د دې شبکې راډیويي خپرونې دوام لري او اورېدونکي کولای شي د سپوږمکۍ، لنډو او منځنیو څپو له لارې د دوی خپرونې واوري.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې پر اوومه د امریکا غږ ټلوېزیون د دري او پښتو خپرونې او وروسته یې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۲مه د امریکا غږ راډیويي خپرونې، او ورپسې یې په افغانستان کې د دې شبکې دري او پښتو وېب‌پاڼې او ډیجیټلي خپرونې بندې کړې.

خو امریکا غږ د طالبانو له خوا د وېب‌پاڼو، اف ام رایډیويي چینلونو او د تلویزوني خپرونو د بندیدو وروسته د نویو او عصري ټیکنالوژیو په مرسته وشو کړای چې پرته له خنډه په افغانستان کې په دواړو دري او پښتو ژبو خپلو ورځینزو نشرانو ته ادامه ورکړي.

امریکا غږ د ویب سایټونو دپاره د فیلتر ماتونکې ټینکالوژۍ یا سیرکمویشن تخنیک څخه استفاده کوي او د راډیويي خپرونو دپاره د افغانستان په ګاونډ کې د مینځنې څپو د راډیويي دستګاوو څخه کار اخلي او دغه راز تلویزوني خپرونې د امریکا غږ د سپوږمکۍ له لارې خپلو لیدونکو او مخاطبینو ته خپروي.

د بي‌بي‌سي یوه ویاند په اعلامیه کې ویلي: «په ټول افغانستان کې میلیونونه کسان د کره خبرونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره پر بي‌بي‌سي تکیه کوي، او موږ هڅه کوو چې دا موضوع له چارواکو سره حل کړو.»

د بي‌بي‌سي د اېف‌اېم راډیويي خپرونو بندېدل په داسې حال کې دي چې راډیو لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو لپاره خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لسګونو رسنیو فعالیتونه ځنډول شوي او خبریالان، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې، له زیاتېدونکي فشارونو سره مخ شوې دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه هېواد د اطلاعاتو پر زندان بدل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG