د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د بنغازي برید ښايي القاعدې نه وي کړی


د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه لیکي چې د القاعدې سازمان ته د امریکا د استخباراتو د ادارو زیات پام ښايي په ۲۰۱۲ کال کې په لیبیا کې د امریکا د سفیر د وژنې سبب ګرځېدلی وي.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپانې د شنبې په ورځ ریپوټ خپور کړی چې د څو میاشتو پلټنو وروسته یې هیڅ داسي شواهد او آثار نه دي موندي چې دا ثابته کړي چې په بنغازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ باندي په برید کې د القاعدې یا بلې نړیوالې تروریسي ډلې لاس و. په دې برید کې د امریکا سفیر کریستوفر ستیون او درې نور آمریکایان ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې امکان لري چې د القاعدې پر سازمان باندي زیاتې توجه، د امریکا د استخباراتي ادارو پام د نورو جدي ګواښونو څخه لکه په سیمه کې د لویدیځ ضد ملیشو مشرانو نه چې یوه بیلګه یې احمد ابو ختاله دی، اړولی وي. ورځپاڼه لیکي چي د پېښې لامل د هغه امریکايي ویډیو په ځواب کې غبرګون هم کیدای سي چې د اسلام مقدس دین ته په کښي سپکاوی شوی و.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د برید مشرانو د معمر قذافي پرضد د خلګو د پاڅون پر مهال مستقیما د ناټو د هوايي قوت او لوژسیتکي ملاتړ څخه ګټه پورته کړې وه.

د نیویارک ټایمز په ریپوټ کي چې د ډیوډ کرک پتریک له خوا جوړ شوی دی ، په کښي په بنغازي کې د لیبیایانو سره مفصلې مرکې شوي دي-- هغه کسانو چې د برید کونکو ډلو په هکله یې مستقیما معلومات درلودلل.

د پېښې وروسته سمدستي د ولسمشر اوباما ادارې د څلورو امریکایانو د وژل کېدو علت د لویدیځ ضد مظاهرې وګڼلې چې د کنټرول څخه ووتلې. خو د ولسمشر اوباما حکومت د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو تر انتقاد لاندي راغی چې هغوي د برید په مخنیوي کې یې لازم اقدامات نه دي کړي. جمهوري غوښتونکي په دې باور وو چې برید القاعدې کړی دی چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې کلیزه ولمانځي. زیات شمیر جمهوري غوښتونکو د برید پړه د امریکا د باندنیو چارو د وزارت پر پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن وراچوله.
XS
SM
MD
LG