د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چې د اقتصادي بندیزونو له کبله پر تهران د فشارونو په زیاتېدو، د ایران لوړپوړو مشرانو تر ځمکې لاندې په خپلو پناه ځایونو کې ځانونه پټ کړي او خبر نه دي چې دباندې څه تېرېږي.
بېسنټ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] د فاکس نیوز شبکې په یوې سهارنۍ خپرونې کې وویل چې ایراني مشران منزوي شوي او پر هغوي به فشارونه دوام مومي.
نوموړي زیاته کړه: "هلته [ایران کې] ډیر مشران د فاضلابو د پایپونو د موږکانو په څیر دي: هغوی تر ځمکې لاندې په پناه ځایونو کې دي او نه ویني چې پورته وضعیت څومره خراب دی."
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر په ډاګه کړه چې د تهران پر وړاندې د واشنګټن اقتصادي عملیات چې د روان کال د اګست په وروستیو ورځو کې پیل شول، ګټور او کم ساري وو.
د بېسنټ په وینا عام ایراني وګړي لا دمخه د تېلو لپاره له دریو تر څلورو ساعتونو پورې په کتارونو کې انتظار باسي او په راتلونکي کې د کورونو د تودولو لپاره د طبیعي ګازو د کمښت سره مخ دي. بېسنټ زیاته کړه چې ایران له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی او د سپاه پاسدران ځواکونه ورځ تر بلې اندېښمن کیږي.
د خپلو خپرو شویو څرګندونو په یوې بلې برخې کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر یو ځل بیا پر وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپل کور د یو عکس د خپرولو له امله نیوکه وکړه.
د هغه د وژلو لپاره د ایران د مستقیمو هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بېسنټ د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: "موږ په دې اړه خبرې نه کوو."
سکاټ بېسنټ د جمعې په ورځ [نومبر ۱۳مه] له سي اېن بي سي ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې ټینګار کړی و چې د ایران لخوا د مرګ کواښونه به هغه ونه ډاروي.
په هغه مرکه کې، بېسېنټ اعلان وکړ چې دی د امریکا د مخفي پولیسو د ادارې په مشوره په واشنګټن کې خپل استوګنځای پرېښی او یوې پوځي اډې ته تللی دی.
فورم \ دبحث خونه