د لاس رسي وړ اتصالات

بېسنټ: پر ایران اقتصادي فشارونه ګټور ثابت شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وايي چې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتوالي پایلې لرلي دي.

بېسینټ د شنبې په ورځ [د سپټمبر ۲۷مه] په اېکس پاڼې کې ولیکل چې د مالیې وزارت، د ایران پر وړاندې د اقتصادي انزوا عملیاتو له اعلان وروسته، د بانکي او هوایي چلند د خدماتو پر وړاندې کوونکو "ځانګړي مالي اقدامات" سرته رسولي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې یو راپور ته په اشارې سره چې پر تهران د واشنګټن د اقتصادي فشار اغېزې څېړي، د امریکا د مالیې وزیر زیاته کړې چې د دې فشار د یوې برخې په توګه، د امریکا د مالیې وزارت بېلابېلې کاري ډلې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې استول کار کوي څو پر هېوادونو فشار راوړي چې د ایران د رژیم پر وړاندې لاس په کار شي.

د امریکا د مالیې وزیر وویل: "دغو هڅو پایله ورکړې ده. ترکیه او عمان خپلو هېوادونو ته د ماهان طیارو الوتنې وځنډولې. متحده عربي اماراتو د ایران ټولې هوایي الوتنې درولې دي او په متحده عربي اماراتو او ترکیه کې لویو سوداګریزو بانکونو هم له ایران سره مالي راکړه ورکړه درولې ده."

د متحدو ایالتونو یوه لوړپوړي چارواکي وویل چې حتی د ایران مشرتابه هم د واشنګټن د اقتصادي فشار اغیزې منلې دي.

د وال سټریټ ژورنال د یوه راپور له مخې، د امریکا د مالیې وزارت یو لوړپوړي چارواکي په دې میاشت کې د منځني ختیځ او اروپا څو هیوادونو ته سفر کړی او د ایران سوداګریزو شریکانو ته یې خبرداری ورکړی.

راپور زیاتوي چې د ایران سوداګریزو شریکانو ته د امریکا د دغه چارواکي پیغام دا و چې د تهران او یا واشنګټن سره د سوداګرۍ ترمنځ یو لوری انتخاب کړي.

د امریکا د مالیې وزیر له برېټانیا، ترکیې، عمان او متحده عربي اماراتو څخه د ایران پر وړاندې د هغوی د اقداماتو له کبله مننه وکړه او ویې ویل: "موږ به په ګډه کار ته دوام ورکړو ځکه چې د تهران د ترهګریزې اجنډا د پلي کېدو د مخنیوي لپاره لا ډېر څه باید وشي."

د دغه امریکايي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وروستی وړاندیز رد کړی چې له مخې یې باید په یوې اونۍ کې د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي.
په ټولو جبهو کې اوربند، د ایران د شتمنیو ازادول او د ایران د سمندري محاصرې پای ته رسول، د واشنګټن نه د تهران اصلي غوښتنې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG