د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۶ کال غوره اپلیکیشنونه


A woman uses her smartphone to book a taxi in Hanoi, Vietnam, Sept. 9, 2015.
A woman uses her smartphone to book a taxi in Hanoi, Vietnam, Sept. 9, 2015.

د اپل او ګوګل شرکتونو په اپ ستورونو یا د اپلیکیشن په پلرونځیو کې د ګیمونو، او د هوا دحالاتو د معلوملو د اپلیکیشنونو په څیر له څلور میلیونو څخه زیات د سافتویر پروګرامونه موجود دي.

سږکال یوازې محدود شمیر اپلیکشنونو ډیر شهرت تر لاسه کړ. چې مونږ یې یو شمیر دلته ذکر کوو.

نزل

WhatsApp Skype Apps
WhatsApp Skype Apps

که څه هم د نزل اپلیکیشن په ۲۰۱۵ کال کې اپ ستور ته راووت، خو سږکال یې ډیر شهرت پیداکړ. دغه اپلیکیشن چې یو خبري اپلیکیشن دی کارونکي ته د هغه د علاقې وړخبرونه راغونډي، هغه خبرونه چې دی او ملګري یې په فیسبوک یا ټویټر کې تعقیبوي او له نورو سره یې شریکوي.

ان پي آر ون

미국 공영 라디오방송 NPR의 워싱턴 본부 건물 (자료사진)
미국 공영 라디오방송 NPR의 워싱턴 본부 건물 (자료사진)

په امریکا کې د ان پي آر په نامه د یوې رادیو د ان پي آر ون اپلیکیشن هم د خبرونو په تیره بیا د ثبت شوو صوتي خپرونو یا پادکستونو په برخه کې سږکال ډیر شهرت پیداکړ.

کسترو

د کسترو اپلیکیشن هم د ثبت شوو صوتي خپرونو یا پاد کستونو لپاره ډیزاین شوی. په دې اپلیکیشن سره کارونکي کولی شي ډول ډول پادکستونه پیدا کړي او وايې وري. د آی اوس ۱۰ سافټویر لرونکو اپل ټلیفونونو کاروونکي کولی شي د آی مسیچ د پیغام استونې له لارې پادکستونه له خپلو ملګرو سره هم شریک کړي.

د آی اوس عامل سیستم لرونکو وسیلو لپاره د کسترو د اپلیکیشن بیه څلور امریکايي ډالره ده.

پکس

د مایکروسافټ شرکت د پکس اپلیکیشن د ځیرک تلیفون کمرې ته د مصنوعي ذکاوت وړتیا ورزیاتوي.

دغه اپلیکیشن د کمرې له خوا په سرعت سره د عکسونو د اخیستو پرمهال د کمرې وضعیت عیاروي.

او هم له هغو کسانو سره چې لاسونه یې ښوریږي د عکسونو د اخیستو پرمهال مرسته کوي.

چیري فینګرز

د چیري فنګرز اپلیکیشن له کاروونکو سره د پیانو په غږولو کې مرسته کوي. دغه اپلکیشن د آی اوس او اندروید د عاملو سیستمونو د تلیفونونو لپاره جوړ شوی او بیه یې ۳ امریکايي ډالره ده.

XS
SM
MD
LG