د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د امریکایانو ضد د طالبانو هر اقدام ته به قوي ځواب وویل شي


د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو او د دوی لاس ته د شلو څخه د زیاتو ولایتونو له لوېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد د طالبانو هر ډول اقدام ته به چټک او قوي ځواب وویل شي.

ولسمشر بایډن د شنبې اګست ۱۴ (زمري ۲۳) په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي ، په دوحې کې یې د طالبانو مشرانو ته واضحه کړې چې د طالبانو هر هغه عمل ته به چې په افغانستان کې د امریکايي مامورینو ماموریت ته ګواښ پېښوي چټک نظامي ځواب وویل شي.

ښاغلي بایډن وویل افغانستان ته یې د ۵۰۰۰ زرو پوځیانو لېږل منظور کړي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ماموریت او هم د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو انخلا په خوندي توګه ترسره شي.

جوبایډن دا هم ویلي چې خپلو وسلوالو ځواکونو او د امریکا استخباراتو ته یې لارښونه کړې چې له افغانستان څخه په راتلونکې د تروریزم د هر ډول رامنځته کېدونکو ګواښونو ته متوجهو اوسياو د دفع کولو لپاره یې لازمې وړتیاوې وساتي

د متحده ایالاتو ولسمشر همدا راز ویلي دبهرنیو چارو وزیر ته یې لارښونه کړې چې له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو هغو افغان مشرانو څخه چې د وینې توېدنې د بندیدو او سیاسي تفاهم ته د رسېدو په لټه کې دي، مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د خپل ټوټیر په پاڼه لیکلي چې د شنبې اګست۱۴ (۲۳) په ورځ یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړیدي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړېده چې په دې تیلیفوني خبرو کې یې "د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت اود تاوتریخوالي د کمولو لپارهد بیړنیو دیپلوماتیکو او سیاسي هڅو " په هکله بحث کړی.

جوبایډن په دې اعلامیه کې امریکا ته د مهاجرت په خاصو او نورو ویزو راتلونکو افغانانو ته د انتقال او اسکان د چارو د مسئولې په توګه د سفیرې تریسي جیکبسن ګومارل کېدو ته په اشارې له هغو افغانانو په ملاتړ ټینګار کړی چې له امریکا سره یې مرسته کړېده.

ښاغلي بایډن د افغانستان د ۳۰۰ سوه زره کسیز ولسوال پوځ په روزنې، تجهیز او وسلو باندې د یوه تریلیارډ ډالرو مصرف ته په اشارې سره ویلي که چیرې امریکا یو یا پنځه کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شوې وای د هغه په خبره د افغانستان په کورني جنګ کې یې کوم بدلون نه رامنځته کاوه.

ښاغلي بایډن د اوسني وضعیت مسئولیت په یوه ډول پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته راجع کړ، او وې ویل" کله چې زه ولسمشر شوم ، له پخواني ولسمشر څخه داسې یوه معامله راته پاتې وه چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نیټه ضرب الاجل ټاکل شوی و."

هغه زیاته کړه، ټرمپ طالبان د ۲۰۱۹ کال د سپمتمر په یوولسمه کمپ ډیويد ته د خبرو لپاره دعوت کړي و ، چې دې کار طالبانو ته له د۲۰۰۱کال را وروسته تر ټولو قوي موقف ورکړ.

ښاغلي بایډن وویل " ټرمپ د خپلې دورې له پایته رسېدو لږ وخت مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ عسکرو ته راټیټ کړ. په دې توګه کله چې زه ولسمشر شوم له یوه انتخاب سره مخامخ شوم - له شوې معاملې سره په لږ ځنډ سره د عسکرو راویستل او یا هم د نظامي حضور زیاتول او د یوه بل هیواد په کورنۍ جګړه کې د جنګ لپاره د نورو امریکايي عسکرو لېږل."

هغه وویل ، دی د امریکا څلورم ولسمشر دی چې دافغانستان جنګ ورته میراث پاتې شوی او دی به یې پنځم ولسمشر ته ونه سپاري.

XS
SM
MD
LG