د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهور رئیس اسرائیل ته د ورتګ بلنه ومنله


د امریکا او اسرائیل مشرانو د ګډو امنیتي ستونزو په هکله خبرې کړي.
د امریکا او اسرائیل مشرانو د ګډو امنیتي ستونزو په هکله خبرې کړي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل د صدراعظم نفتالي بینیت سره یکشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) په ټیلیفون کې خبرې کړي. ښاغلي بایډن پدې خبرو کې د ښاغلي بینیت بلنه ومنله او په راتلونکو میاشتو کې به اسرائیل ته ولاړ شي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو مشرانو په سیمې او نړۍ کې د ایران او ګوډاګي ډلو لخوا یې د متوجه ګواښونو په شمول په ګډو امنیتي ستونزو خبرې وکړلې.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د متحده ایالاتو د پخوانیو مشرانو په څیر جمهور رئیس جو بایډن هم د اسرائیل لپاره د امریکا په ټینګ ملاتړ ټینکار وکړی او د توغندیو هوایي دفاع سیستم د ډکولو لپاره یې د ۱ ملیارد ډالرو مرستې اعلان هم وکړ.

د دواړو مشرانو پدې خبرو کې ښاغلي بایډن د هغو هڅو یادونه هم وکړله چې د اسرائیل او فلسطین چارواکو د ستونزو د کمولو په خاطر کړیدي.

د جو بایډن اداره د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې په څیر د دوو خپلواکو هیوادونو - اسراییل او فلسطین – په حل لارې ټینګار کوي او هغه د سیمې د اوږدمهاله کړکیچ لپاره تر ټولو غوره حل لاره ګڼي.

جمهور رئیس جو بایډن پداسې حال کې اسرائیل ته د سفر کولو بلنه منلې چې په عین وخت کې د ایران او نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اتومي موافقې پر سر خبرې په ټپه ولاړې دي.

سره له دې چې ولسمشر جوبایډن د دغه تړون احیا کولو ته لیوال دی خو د امریکا یو شمیر پخوانیو پوځي مشرانو خبرداری ورکړی دی چې ایران غواړي یو اتومي ځواک شي او د امریکا قلمرو د امریکا د سیمه ایزو ایتلافیانو موجودیت وګواښي.

اسرائیل هم پدې تړون کې د متحده ایالاتو د بیرته یو ځای کیدو سره مخالفت لري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین منځني ختیځ ته پخپل سفر کې چې تیره میاشت یې کړی و اسرائیل او عربي هیوادونو ته د دې تړون په هکله ډاډ ورکړ.

متحده ایالاتو او نړۍ ځواکمنو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

XS
SM
MD
LG