د لاس رسي وړ اتصالات

د استازو مجلس کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت او اوکراین سره د واشنګټن په مرستو یې اغیز


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د کانګریس نوي غړي په ۲۰۲۳ کال کې پداسې حال کې خپل کاري دوره پیل کړي چې د استازو په مجلس کې به د واکمن ګوند سیاسي مخالفین (جمهوري غوښتونکي) اکثریت څوکۍ ولري.

د متحده ایالاتو په سیاست کې معمول دا دی چې په واک کې د جمهور رئیس سیاسي مخالفین په کانګرس کې د لګښتونو د بودجې په ګډون په ځینو موضوعاتو کې چارې سختوي.

د جمهور رئیس جو بایډن اداره په راتلونکو څو اوونیو کې وړاندې تر دې چې کانګرس خپله نوې کاري دوره پیل کاندي، د اوکراین سره د مرستو لپاره د ۳۷ ملیارد ډالرو بودجې غوښتنه کوي.

سره لدې چې د اوکراین سره د نظامي او غیر نظامي مرستو په برخې کې د کانګریس د دواړو ګوندونو (جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو) تر منځ پراخ ملاتړ موجود دی خو دا چې دا ځل به جمهوري غوښتونکي یو څه اکثریت څوکۍ ولري، د دې ګوند ځینو مشرانو ویلي چې غواړي د اوکراین سره په مرستو کې دقت وکړي.

د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې لوړ پوړي جمهوري غوښتونکي مایکل مک کال پدې هکله په یوې مرکې کې وویل، "اوکراین ته به سپین چک نه لیکو. غواړو چې د دې مرستو لپاره حساب کتاب، شفافیت او څارنه ډیره کړو".

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي چې د اوکراین سره د راتلونکو څو میاشتو لپاره د اضطراري مرستو په خاطر ۳۷ ملیارده ډالر غواړي. پدې مرستو کې ۲۱.۷ ملیارده یې د نظامي استخباراتو او نورو نظامي مرستو لپاره غوښتل شوي.

سپینې ماڼۍ همدرانګه ویلي چې پاتې ۱۴.۵ ملیارده ډالر د اوکراین د حکومت او بشري مرستو لپاره غواړي.

واشنګټن اوکراین ته ډاډ ورکړی چې هر څومره یې چې اړتیا وي، د دې هیواد سره به ولاړ وي.

ها خوا بیا جمهوري غوښتونکي پدې انتقاد لري چې آیا د اوکراین سره ټولې مرستې چې د متحده ایالاتو حکومت کړي، په ریښتیا هم دې جنګ ځپلې هیواد ته رسیدلي که نه؟ دوي همدارنګه غواړي پوه شي چې د امریکا مرسته شوې پیسې په اوکراین کې په کوم ځای کې لګول شوي.

ښاغلي مک کال وایي چې د اوکراین سره مرستې د امریکا د ولس د مالیې پیسې دي او د خلکو د استازي په توګه باید شفافیت او حساب موجود وي چې ولس ته قناعت ورکړل شي.

د متحده ایالاتو د کانګرس په منځنۍ دورې انتخاباتو کې معمولاً د واکمن ګوند غړي د ماتې سره مخ کیږي او په انتخاباتې مبارزو کې خلکو ته قناعت ورکول ځکه ګرانیږي چې د کاندید / کاندیدې په هکله پریکړه د واکمن جمهور رئیس کړنو ته په کتو کیږي.

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې د انفلاسیون له کبله په خلکو کې د جمهور رئیس جو بایډن محبوبیت د ۴۰ فیصدو څخه هم کم و، خو بیا هم د منځنې دورې انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند هغو کاندیدانو بری تر لاسه نکړ چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې ملاتړ کاوه.

تر اوسه د استازو د مجلس د ټولو څوکیو ګټونکي اعلان شوي ندي خو د رایو شمیرنه ښکاره کوي چې جمهوري غوښتونکو تر اوسه د استازو په مجلس کې ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د امریکا د استازو مجلس ۴۳۵ غړي لري او هر ګوند چې ۲۱۸ څوکۍ او یا تر هغه زیاتې ترلاسه کړي، اکثریت ګټي او د مجلس رئیس او د کمیتو مشران ټاکي.

بلخوا په نوادا ایالت کې د ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته، دیموکراتانو ۵۰ چوکۍ ترلاسه او په سنا کې یې خپل اکثریت وساته.

د امریکا سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري او ددې مجلس د رای ګیري د قانون له مخې، د ولسمشر مرستیال یا مرستیاله هم د رایې ورکولو حق لري او له همدې امله دیموکراتانو په سنا کې خپل اکثریت وساته.

XS
SM
MD
LG