د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له منشور څخه د روسیې سرغړونه وغندله


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې یو ځل بیا په اوکراین باندې د روسیې یرغل د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې په توګه وغنده.

د ملګرو ملتونو منشور په زوره د نورو هېوادونو د ځمکو او قلمرو نیول منع کوي.

هغه وویل: «روسیه په دې باور ده چې نړۍ به ستړې شي او هغې ته به اجازه ورکړي، چې له عواقبو پرته، په اوکراین باندې وحشت وکړي. خو، زه له تاسو دا پوښتنه کوم: که موږ د یو متجاوز د خوشحالولو لپاره د ملګرو ملتونو اصلي منشور له پامه غورځوو، ایا غړي دولتونه مطمین کېدای شي چې خوندي دي. که موږ اجازه ورکوو چې اوکراین په بد ډول وځپل شي، ایا د هر ملت خپلواکي خوندي ده؟ ځواب یې نه دی. موږ باید نن د دغه ښکاره یرغل په وړاندې ودرېږو چې په اینده کې د نورو یرغلګرو مخه ونیسوي.»

ولسمشر بایډن زیاته کړه: «له همدې کبله متحده ایالتونه په نړۍ کې له خپلو ایتلافیانو سره یو ځای به د اوکراین د زړه ورو خلکو تر څنګ همداسې ولاړ وي، هغوی د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا- او ازادۍ څخه دفاع کوي.»

د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه پیل شوې او د شاوخوا ۱۴۵ هېوادونو مشران به په کې ګډون کوي، خو په دې غونډې کې به د فرانسې، بریتانیا، چین او روسیې مشران نه وي او استازي او لوړ پوړي مقامات به یې د خپلو هېوادونو نمایندګي کوي. دا په دې مانا ده، چې متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا یوازینی غړی دی چې مشر یې په دې غونډه کې برخه اخلي.

دا به دویم ځل وي، چې ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په اوکراین باندې د روسیې «ظالمانه او غیر معقول» یرغل غندي. بایډن د تېرکال د سپتمبر په میاشت کې هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډي کې، روسیه تورنه کړه چې غواړي «یوه خپلواک دولت د ځمکې له نقشې څخه ورک» کړي. د تېرکال په عمومي غونډې کې څه باندې ۱۴۰ هېوادونو هغه پرېکړه لیک تائید کړ، چې په کې په اوکراین باندې یې د روسیې یرغل غندل شوی و.

خو د دغې جګړې له کبله چې په نړۍ کې د ګازو او خوراکي موادو قیمتونه لوړ شول، بې وزلو هېوادونو د مسکو او کیف ترمنځ د سولې لپاره د خبرو اترو وړاندیزونه وکړل. په دغه لړ کې اوکراین د سعودي عربستان له لوري د سولې هغه لوی ابتګار تائید کړ، چې څه باندې ۴۰ هېوادونه په کې د اګست په میاشت کې سره راټول شول، امریکا، چین او هند هم په دې غونډې کې وو، خو روسیه نه وه چې په سوله ایز ډول د جګړې د حل د موافقې په اصولو باندې کار وکړي.

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي. دا به لومړی ځل وي چې زیلینسکي په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په حضوري ډول وینا کوي.

یو لوړي پوړي امریکايي مقام وویل چې ولسمشر بایډن به همدغه راز د نړیوالو بیخ بنایي پروژو، اقلیم بدلون سره د مبارزې، په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د سرچېنو د متحرک کېدو لپاره د متحدو ایالتونو د هڅو په اړه خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG