د لاس رسي وړ اتصالات

د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره د بایډن د حکومت نوي اقدامات


جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې دا نوي اقدامات به د هیواد د کډوالۍ په سیستم کې شته ستونزې حل نکړي.
جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې دا نوي اقدامات به د هیواد د کډوالۍ په سیستم کې شته ستونزې حل نکړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پنجشنبه جنوري ۵ (مرغومي۱۵) د مکسیکو څخه د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې هره میاشت به د ونزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او هیاټي څخه تر ۳۰ زرو پورې کسانو په قانوني توګه اجازه ورکړل شي چې متحده ایالاتو ته راشي.

د دې نویو اقداماتو له مخې به د مکسیکو سره په سرحد کې د متحده ایالاتو چارواکو ته دا آسانه شي چې هغه کډوال په چټکۍ سره بیرته وشړي چې دې هیواد ته راځي او همدرانګه به هغه احتمالي پنا غوښتونکي چې د دریم هیواد د لارې امریکا ته راځي، باید دا ثابته کړي چې د مکسیکو – امریکا تر منځ سرحد کې د پنا اخیستو څخه وړاندې یې په بل هیواد کې هم پنا غوښتې وي او رد شوې وي.

د ونزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او هیاټي څخه راغلي کډوال به اجازه ولري چې متحده ایالاتو ته په قانوني توګه د راتګ لپاره غوښتنلیکونه وسپاري او د بشردوستانه ویزو له مخې به د راتګ اجازه ورکړل شي.

د اوس لپاره دا ویزې د افغانستان او اوکراین اتباعو ته ورکول کیږي چې له مخې یې د دې هیوادونو اتباع کولی شي په قانوني توګه د موقت لپاره په امریکا کې پاتې شي.

امریکایي چارواکي وایي چې د ددې پلان له مخې به خلک وکړی شي چې په منظمه او خوندي توګه متحده ایالاتو ته راشي خو بل پلو بیا د کډوالو د چارو فعالین وایي چې دا ډول پالیسۍ په "نا مناسبه توګه" پنا غوښتنه محدودوي چې د متحده ایالاتو او نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د نویو اقداماتو په هکله په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پدې سره به د هیواد د مهاجرت سیستم جوړ نشي خو د سیستم سره مرسته کولی شي.

هغه کسان چې د بشر دوستانه ویزو له مخې متحده ایالاتو ته راځي، باید دلته د مالي ملاتړ لپاره یو څوک ولري او په قانوني توګه د کار کولو او اوسیدو حق ورکول کیږي خو دا هر څه موقتي دي.

په عین حال کې د کډوالو فعالینو ویلي چې بشر دوستانه ویزې د پنا غوښتنې ځای نشي نیولی.

XS
SM
MD
LG