د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له اوکراین سره د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوایي۱) د اوکراین سره د ۸ سوه ملیون ډالرو اضافي مرستو اعلان وکړ.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې ددې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې درنې توپچي وسلې، لس ګونه توپ توغوونکې وسلې او ۱۴۴ زره مهمات پدې مرستو کې شامل دي.

تیره اونۍ هم متحده ایالاتو د اوکراین سره دې ته ورته وسلو مرستو اعلان کړی خو دا ځل چې د اوکراین په دونباس سیمه کې جګړو زور اخیستی، د هغه هیواد سره به د جګړې په ډګر کې مهم نقش ولري.

متحده ایالات له اوکراین سره دا نوې مرستې پداسې حال کې کوي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین خپلو سرتیرو ته امر کړی چې د ماریوپول په ښار کې دې د وسپنې په کارخانې چې د اوکراین سرتیري پکې کلا بند دي، یرغل نکوي.

ښاغلي پوتین په یوې غونډې کې چې په تلویزیون خپریده د خپل هیواد دفاع وزیر سرګې شویګو ته وویل، " تاسو د ماریوپول د آزادولو لپاره محاربوي هلې ځلې په کامیابۍ تر سره کړلې. اجازه راکړئ تاسو ته پدې هکله مبارکي ووایم او د مهربانۍ له مخې زما د مبارکۍ پیغام سرتیرو ته هم ورسوه."

پوتین د ماریپول په ښار کې د وسپنې په کارخانې کې د کلا بند شویو اوکرایني سرتیرو په هکله وویل، " په صنعتي پارک هجوم ور وړل غیر ضروري بولم او د لغو کیدو امر یې کوم. دا صنعتي سیمه وتړئ چې حتی یو مچ هم ترې پرواز ونشي کړی".

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزیر ښاغلي شویګو جمهور رئیس پوتین ته ویلي چې د ماریوپول ښار د وسپنې پدې کارخانې کې ۲ زره اوکرایني عسکر پاتې او نور ښار "آزاد" شوی.

په همدې حال کې د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ارینا ویریشچوک د روسیې څخه غوښتي چې د وسپنې ددې کارخانې څخه دې ټپي شويو سرتیرو او ملیکانو ته د بشري دهلیز د لارې د وتلو اجازه ورکړي.

میرمن ویرشچوک ویلي، " هلته (د وسپنې کارخانې کې) شاوخووا ۱۰۰۰ تنه ملکیان او ۵ سوه ټپي شوي سرتیري دي او دیته اړتیا لري چې نن وایستل شي".

په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې ماریوپول په ښار کې ۴ سوه زره تنه اوسیدل خو چارواکي وایي داسې ګمان کیږي چې هلته لا هم څه باندې ۱۰۰ زره خلک ګیر پاتې دي.

XS
SM
MD
LG