د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن د مخدره موادو او کډوالو په هکله د خبرو لپاره مکسیو ته ورسید


جمهور رئیس جو بایډن مکسیکو ته تر روانیدو وړاندې د څو ساعتونو لپاره د مکسیکو - امریکا په سرحد کې تم شو.
جمهور رئیس جو بایډن مکسیکو ته تر روانیدو وړاندې د څو ساعتونو لپاره د مکسیکو - امریکا په سرحد کې تم شو.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه جنوري ۸ (مرغومي۱۸) مکسیو ته ورسید او ټاکل شوې چې د شمالي امریکا د هیوادونو د مشرانو سره د کډوالۍ او مخدره موادو سره د مبارزې په هکله خبرې اترې او غونډې وکړي.

ښاغلی بایډن به دوشنبه او سه شنبه د مکسیکو د جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور او د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو سره جلا جلا او درې په درې مجلسونه ولري.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د هرکلي لپاره پخپله د مکسیکو جمهور رئیس هوایي ډګر ته ورغلی و او په هوایي ډګر کې د بایډن د ښه راغلاست لپاره سرې غالۍ هم غوړول شوې وې.

دا مکسیکو ته د جمهور رئیس په توګه د جو بایډن لومړنی سفر دی. سره لدې ویل شوي پدې سفر کې به د سوداګرۍ او چاپیریال ساتنې په هکله هم خبرې وشې خو جو بایډن ټینګار کړی چې غواړي په غیر قانوني مهاجرت او د مخدره موادو په خطرناک قاچاق ډیر تمرکز ولري.

ښاغلی بایډن مکسیکو ته تر روانیدو وړاندې د ټکساز ایالت د ال پاسو په ښار کې د څو ساعتونو لپاره تم شو چې د مکسیکو سره په ګډې پولې پروت دی او ډیر غیر قانوني کډوال د همدې لارې متحده ایالاتو ته راځي.

جو بایډن په ال پاسو کې د امریکا د لویې وچې په پله کې د امریکایي چارواکو سره وکتل، په سرحد کې د تازه ټکنالوژۍ ننداره یې وکړه او هم یې هغه ځانګړي سپیان وکتل چې د مخدره موادو د کشف کولو لپاره روزل شویدي.

د امریکا جمهور رئیس په سرحد کې د چارو تر کتلو وروسته خبریالانو ته وویل، " هغوي (په سرحد کې امریکايي چارواکي) ډیرو امکاناتو ته اړتیا لري او مونږ به یې ورته برابر کړو".

جمهور رئیس جو بایډن داسې مهال مکسیکو ته د غیر قانوني کډوالو په هکله د خبرو لپاره ځي چې متحده ایالاتو مکسیکو څخه د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.

جمهور رئیس بایډن د نویو اقداماتو د اعلان پر وخت وویل چې هره میاشت به د ونزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او هیاټي څخه تر ۳۰ زرو پورې کسانو په قانوني توګه اجازه ورکړل شي چې متحده ایالاتو ته راشي.

د دې نویو اقداماتو له مخې به د مکسیکو سره په سرحد کې د متحده ایالاتو چارواکو ته دا آسانه شي چې هغه کډوال په چټکۍ سره بیرته وشړي چې دې هیواد ته راځي او همدرانګه به هغه احتمالي پنا غوښتونکي چې د دریم هیواد د لارې امریکا ته راځي، باید دا ثابته کړي چې د مکسیکو – امریکا تر منځ سرحد کې د پنا اخیستو څخه وړاندې یې په بل هیواد کې هم پنا غوښتې وي او رد شوې وي.

د ونزویلا، نیکاراګوا، کیوبا او هیاټي څخه راغلي کډوال به اجازه ولري چې متحده ایالاتو ته په قانوني توګه د راتګ لپاره غوښتنلیکونه وسپاري او د بشردوستانه ویزو له مخې به د راتګ اجازه ورکړل شي.

د اوس لپاره دا ویزې د افغانستان او اوکراین اتباعو ته ورکول کیږي چې له مخې یې د دې هیوادونو اتباع کولی شي په قانوني توګه د موقت لپاره په امریکا کې پاتې شي.

امریکایي چارواکي وایي چې د ددې پلان له مخې به خلک وکړی شي چې په منظمه او خوندي توګه متحده ایالاتو ته راشي خو بل پلو بیا د کډوالو د چارو فعالین وایي چې دا ډول پالیسۍ په "نا مناسبه توګه" پنا غوښتنه محدودوي چې د متحده ایالاتو او نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.

XS
SM
MD
LG