د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن امریکایي ولس ته: صبر مکوئ ؛ لاړ شئ واکسین وکړئ


جمهور رئیس جو بایډڼ د خلکو نه وغوښتل چې د انتظار پر ځای دې ولاړ شي او واکسین دې وکړي.
جمهور رئیس جو بایډڼ د خلکو نه وغوښتل چې د انتظار پر ځای دې ولاړ شي او واکسین دې وکړي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن دوشنبې نومبر ۲۹ (لیندۍ۸) یو ځل بیا د امریکایانو څخه چې لا یې هم د کرونا ضد واکسین ندی کړی .د واکسین کولو غوښتنه وکړله.

بایډن همدارنګه د هغوي نه چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وغوښتل چې تقویتي واکسین دې وکړي. جمهور رئیس بایډن پداسې حال کې دا غوښتنه کوي چې د سپینې ماڼۍ د روغتیایي چارو تر ټولو جګپوړي سلاکار ویلي چې ښایي د کرونا نوې بڼه (اومیکرون) هیواد ته داخله شي.

ویل کیږي چې د متحده ایالاتو د ټولو نفوس شاوخوا ۶۰ میلیونه کسانو لا هم د کرونا ضد واکسین ند کړی. ښاغلی بایډن همدې کسانو ته خطاب کې وویل، "انتظار مکوئ. مو واکسین لا نه وي کړی، ولاړ شئ ویې کړئ".

خو د کرونا وبا د نوې بڼې د خپریدو د اندیښنو سره سره، جمهور رئیس بایډن پدې اند دی چې د ښوونځیو او کاروبارونو تړل کیدو ته اړتیا نشته.

بایډن وویل چې د کرونا د نوې بڼې سره د مبارزې په هلو ځلو کې به هیڅ ډوله هڅه ونه سپموي خو د روغتیایي چارو مسؤلین وایي سره لدې چې د وبا ددې نوې بڼې په هکله لا ډیرو علمي څیړنو ته اړتیا شته خو تر څنګ یې هیله ښودلې چې هغوي چې د کرونا ضد واکسین یې کړی د نوې بڼې په مقابل کې به خوندي وي.

د کرونا د وبا دا نوې بڼه د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې ولیدل شوه خو اوس د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شوې. جمهور رئیس بایډن په متحده ایالاتو کې د کرونا د دې نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره د جنوبي افریقا او د نړۍ د ۷ نورو هیوادونو څخه د پروازونو په راتګ بندیز ولګاوه.

د امریکا د انتاني ناروغیو تر ټولو جګپوړي ډاکټر انتوني فاوچي وایي چې ساینس پوهان ښایي په راتلونکو دوه اوونیو یا ډیرې مودې کې معلومه کړي چې د کرونا ضد واکسین د نوې بڼې په مقابل کې تر کومه حده خوندیتوب ورکوي او هم به یې د خطر په هکله پوه شي.

د کرونا وبا پدې تیرو شاوخوا ۲۰ میاشتو کې په متحده ایالاتو کې ۷۵۰ زره کسان مړه کړي. د نړۍ په هیڅ بل هیواد کې دې وبا دومره ډیر کسان ندي مړه کړي.

XS
SM
MD
LG