د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکایانو غوښتي چې د اوکراین څخه ژر ووځي؛ اوکراین وایي د روسیې د یرغل خطر نشته


پداسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین ویلي په اوکراین د روسیې یرغل ښایي "هره شیبه" وشي جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا د امریکایانو څخه وغوښتل چې له هغه هیواد څخه دې ووځي.

ښاغلي بایډن د امریکا د (NBC) تلویزیوني شبکې سره په مرکې وویل، "امریکایي اتباع باید وووځي او همدا اوس ووځي. مونږ په نړۍ کې یو تر ټولو ستر پوځ سره مخ یو. دا بیخي بدل وضعیت دی او هر څه ډیر ژر خرابیدی شی".

جمهور رئیس بایډن دا خبرداری پداسې حال کې ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په اسټرالیا کې د آرام سمندر د متحدینو سره په غونډې کې ویلي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ښایي څو ورځې یا څو ساعتونه تر دې لیرې وي چې د اروپا په لویې وچې برید وکړي.

ښاغلي بلنیکن ویلي، "مونږ پداسې وخت کې یو چې یرغل ښایي هره شیبه وشي او چې ښکاره یې ووایم ښایي د ژمي المپیک سیالیو پر وخت وشي".

په همدې حال کې په اوکراین کې چارواکو د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن دا خبرداری بې اهمیته بللی او د خلکو تر منځ د تشنج د کیمدو کوښښ کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د ښاغلي بایډن څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د پخوانیو خبرداریو تکرار بللې.

ښاغلي کولیبا پدې هکله خبریالانو ته وویل، " پدې اعلامیې کې کوم نوی شی نشته. مونږ د متحده ایالاتو په موقف خبر یو او داسې څرګندونې یې پخوا هم کړیدي".

پداسې حال کې چې روسیې د خپل ګاونډي هیواد په سرحد کې لس ګونه زره سرتیري او نظامي وسایل ځای پر ځای کړي خو مسکو دا نه مني چې په اوکراین د یرغل کولو پلان لري.

ها خوا د ناټو عمومي مشني ینز سټول ټنبرګ نن د فبروري په ۱۱مه په اروپا کې د یوې نوې وسله والې شخړې د واقعې خطر خبرارداری ورکړی.

ښاغلي سټول ټنبرګ په تورې بحیرې کې یوې نظامي اډې ته د رومانیا د جمهور رئیس سره تر تلو وروسته خبریالانو ته وویل، "د روسیې د سرتیرو شمیر مخ په ډیریدو دی او د خبردارۍ وخت کمیږي. په اروپا کې د نوې وسله والې جګړې ریښتینی خطر شته".

XS
SM
MD
LG