د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن : ټرمپ او ځیني پلویان یې جمهوریت ته ګواښ دي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او ځینو پلویانو یې سخت انتقادونه وکړل او هغوي یې د "امریکا د دیموکراسۍ دښمنان" وبلل.

ښاغلي بایډن چې پنجشنبه سپټمبر ۱ (وږي۱۰) د واشنګټ پر وخت د شپې ناوخته یې ملت ته د منځنې دورې انتخاباتو څخه وړاندې وینا کوله، د جمهوري غوښتونکي ګوند هغه غړي او پلویان وغندل چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ "امریکا بیا ستره کړه" نظریې ملاتړ کوي.

د امریکا جمهور رئیس د پنسلوانیا په ایالت کې د وینا پر مهال د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې ددې مفکورې په خلاف مبارزه وکړي.

هغه وویل، " ډونالډ ټرمپ او امریکا بیا ستره کړه د مفکورې سره تړلي جمهوري غوښتونکي د داسې افراط استازیتوب کوي چې زمونږ د جمهوریت بنسټونه ګواښي".

ښاغلي بایډان دا څرګندونې هغه ځای سره نږدې وکړلې چې څه باندې دوه پیړۍ وړاندې پکې د امریکا د متحده ایالاتو اساساي قانون منظور شو او د خپلواکۍ اعلان یې وکړ.

جو بایډن د ډونالډ ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس په ماڼۍ برید کولو ته په اشارې سره وویل چې " په امریکا کې د سیاسي تشدد لپاره هیڅ ځای نشته".

د امریکا جمهور رئیس د ټرمپ په پلویانو تور ولګاوه چې غواړي دا هیواد شا خوا ته بوځي.بایډن خبرداری ورکړی چې په هیواد کې "برابري او دیموکراسي د برید لاندې دي".
ټاکل شوې چې په متحده ایالاتو کې د نومبر په میاشت کې کې د کانګریس د ځینو څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات وشي او معلومه به شي چې د جمهور رئیس بایډن دموکرات ګوند او که سیاسي مخالفین یې جمهوري غوښتونکي اکثریت څوکۍ ګټي.

بایډن په دیموکراتانو او عادي جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې لاسونه سره یو کړي او هغه سیاست رد کړي چې ټرمپ یې غواړي.

هغه وویل، "مونږ ډیره موده کیږي ځانته مو دا ډاډ ورکړی چې د امریکا د دیموکراسي ثابته ده خو اوس داسې نده او باید دفاع یې وکړو، خوندي یې کړو او د دفاع لپاره یې ودریږو".

XS
SM
MD
LG