د لاس رسي وړ اتصالات

د بودجې پر سر جنجال له کبله بایډن اسټرالیا او پاپوا نیو ګیني ته خپل سفر لغوه کړ


جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د کانګرس ځینو مشرانو سره وکتل.
جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د کانګرس ځینو مشرانو سره وکتل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اسټرالیا او پاپوا نیو ګیني ته خپل رسمي سفر چې ټاکل شوې وه بله اوونۍ یې ولري، د بودجې پر سر د جنجال له کبله لغوه کړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر سه شنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په جاپان کې د ۷ سترو اقتصادي هیوادونو د مشرانو سره تر غونډې وروسته بیرته واشنګټن ته راستون شي.

ویاندې ویلي چې جمهور رئیس غواړي د کانګرس مشرانو سره غونډو ته دوام ورکړي تر څو یقیني کړي چې متحده ایالات پخپلو مسؤلیتونو کې د پاتې راتګ د مهلت پای ته رسیدو څخه وړاندې کانګرس عمل وکړي.

دا چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د دې سفر لغوه کیدل به په سیمه کې د متحدینو لپاره څه ډول پیغام ولري، د ستراتیژیکو اړیکو په برخې کې د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي خبریالانو ته وویل چې "د نړۍ مشران ښایي پدې پوه وي چې جمهور رئیس غواړي پدې باید تمرکز وکړي چې مونږ پخپلو مسؤلیتونو ادا کولو پاتې رانشو".

ټاکل شوې چې جمهور رئیس جو بایډن د چارشنبې په ورځ د جاپان هیروشیما ښار ته روان شي چې د جي- ۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي. د پلان له مخې ښاغلی بایډن د دې غونډې څخه وروسته د کواډ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته تلو.

سپینه ماڼۍ، پالیسي جوړوونکي او بانکونه د څو اوونیو راپدیخوا خبرداری ورکوي چې متحده ایالات د ډیفالټ کیدو په ژۍ ولاړ دی – داسې اقدام چې ښایي امریکا یو نا معلوم لوري ته سوق کړي او د اقتصادي رکود او نړیوال مالي بحران په ګډون به جدي عواقب ولري.

په کانګرس کې د بودجې دفتر چې د هیڅ ګوند پورې اړه نلري د تیرې جمعې په ورځ یې وړاند وینه کړې وه که جمهور رئیس جو بایډن او د کانګرس غړي د ملي پور اندازې په لوړلو کې موافقې ته سره ونه رسیږي، دا هیواد ښایي د روان میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۵ مې نیټې د خپلو مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

جمهور رئیس جو بایډن پخپلې خبرې ټینګ ولاړ دی او د پور اندازې لوړیدل غواړي خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي چې د استازو په مجلس کې اکثریت دي، یوازې په هغه صورت کې د پور اخیستو واک پراخوي چې د لګښتونو په بودجې کې د پام وړ کموالی راشي.

د متحده ایالاتو ملي پور په اوس وخت کې ۳۱.۴ ټریلیون ډالر دی.

د بودجې پر سر دا جنجال دومره جدي دی چې د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینت یلن د تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و که کانګرس په راتلونکو اوونیو کې عمل ونکړي، دا وضعیت به د اقتصادي او مالي ګډوډۍ سبب به شي.

میرمن یلن دا خبرداری هم ورکړی و که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړای خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره به مخامخ شي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او نورو مشرانو ته په یو لیک کې لیکلي، " زمونږ تر ټولو غوره اټکل دا دی که چیرته کانګرس تر ټاکلې نیټې پورې د پور اندازه لوړه یا ونه ځنډوي نو وبه نشو کړی چې د جون میاشتې په سر کې او ښایي د جون په لومړۍ نیټې د حکومت ټولي مالي مسؤلیتونه ادا کړو."

XS
SM
MD
LG