د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ منلې چې بایډن په کرونا اخته شوی

Handout of U.S. President Biden in Washington
Handout of U.S. President Biden in Washington

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن په کرونا اخته شوی او ددغي ناروغۍ کمزورې نښې پکې لیدل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، ښاغلي بایډن د کرونا واکسین بشپړ کړی او دوه بیاځلي واکسینونه یې هم کړي دي.

جمهور رئیس بایډن ته د پاکسلوویډ درمل ورکړل شوي او دا وخت د امریکا د ناروغیو د مخنیوي د ادارې د لارښوونو له مخې، په سپینه ماڼۍ کې قرنطین دی.

اعلامیه وايي چې جمهور رئیس بایډن خپلې ورځنۍ چارې په بشپړ ډول پر مخ وړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس بایډن به د قرنطین پر وخت ملاقاتونه د تلیفون او انټرنیټ له لارې تر سره کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، د جمهور رئیس د روغتیا په اړه به هره ورځ تر هغو معلومات خپاره کړي چې د کرونا نتیجه یې منفي راشي.

سپینه مانۍ وايي ټولو هغو کسانو ته به خبر ورکړي چې نن او یوه ورځ مخکې یې له جمهور رئیس بایډن سره له نږدې لیدلي دي.

جمهور رئیس بایډن له دې وړاندې، د سه شنبې په ورځ د کرونا معاینه کړې وه او نتیجه یې منفي وه.

د متحده ایالتونو د جان هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې تر اوسه ۵۶۶ میلیونه انسانان په کرونا اخته شوي چې ۶ میلیونه او۳۰۰ زره یې مړه شوي دي. په امریکا کې ددغه ناروغۍ له آمله تر اوسه له یو میلیون زیات انسانان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG