د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، امریکا او متحدین به قاطع ځواب ورکړي


جمهور رئیس جو بایډن د خپل اوکرایني انډول سره په ټیلیفون کې خبرې وکړل.
جمهور رئیس جو بایډن د خپل اوکرایني انډول سره په ټیلیفون کې خبرې وکړل.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل اوکرایني انډول ولادمیر زلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي که روسیه په اوکراین نور یرغل وکړي، امریکا او متحدین به "قاطع" ځواب ورکړي.

د خبرو په هکله د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د قاطع ځواب جزیات ندي ورکړل شوي خو ښاغلي بایډن تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، په مسکو به بندیزونه ولګوي او هم به د اروپا په ختیځ کې خپل حضور ډیر کاندي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دواړو مشرانو تر منځ د ټیلیفوني خبرو نه وروسته په اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بایډن د اوکراین خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د متحده ایالاتو په تعهد بیا ټینګار وکړ او د متحده ایالاتو د اصولو یادونه یې وکړه چې "ستاسو په هکله هیڅ بې له تاسو نه کیږي".

دواړو مشرانو همدرانګه د اوکراین په سرحد کې د روسیې د سرتیرو د ځای پر ځای کیدو له کبله د پیدا شویو ستونزو د کمولو لپاره د دیپلوماتیکي هلو ځلو په لارو خبرې وکړلې.

د دې خبرو څخه وړاندې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپل روسي انډول سره هم په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا پدې ټینګار وکړ چې د اوکراین پر ضد د اقدام له کبله به په مسکو بندیزونه ولګوي او متحده ایالات به په اروپا کې خپل حضور ډیر کاندي.

ښاغلي بایډن او ښاغلي پوتین دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ټیلفوني خبرو کې کړي چې تقریباً ۵۰ دقیقې وې.

جو بایډن د جمعې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) ددې ټیلیفوني خبرو په هکله خبریالانو ته وویل، "جمهور رئیس پوتین ته مې واضح کړله چې که بل هر اقدام وکړي، که اوکراین ته ولاړ شي جدي بندیزونه به ولګوو او ناټو متحدینو سره به په اروپا کې خپل حضور ډیر کړو. او دا (په اوکراین د روسیې یرغل) به لوړه بیه ولري".

سره لدې چې د ښاغلي بایډن په وینا په خبرو کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په دریو غونډو موافقه کړې چې بله میاشت به د ستونزو د حل په خاطر جوړیږي، خو امریکایي مشر زیاته کړه چې دا کار یوازې په هغه صورت کې کیدای شي چې هغه (پوتین) "جنجال کم کړي"

روسیې د اکټوبر په میاشت کې د اوکراین سره په ګډې پولې تقریباً ۹۳۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي وو خو په اوس وخت کې دا شمیر ۱۰۴ زرو ته پورته شوی دی.

غربي هیوادونو په روسیې تور لګولی چې دا سرتیري یې په ګاونډي هیواد اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و، د احتمالي یرغل کولو په خاطر ځای پر ځای کړي.

خو روسیه بیا وایي چې د پراخې حملې پلان نلري او دا خپل حق بولي چې پخپلې خاورې کې خپل عسکر هر څرنګه چې مناسب وي له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG