د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې متحد دریځ څرګند کړ


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د امریکا ولسمشر جو بایډن په کمبودیا کې د جاپان او جنوبي کوریا له مشرانو سره په کتنه کې څرګنده کړې ده چې د شمالي کوریا د بلاستیکي توغندیو او اتومي پروګرامونو له امله د پېښ خطر په وړاندې متحد دریځ نیسي.

درې واړو مشرانو د کمبودیا په پایتخت پنوم پن کې د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو ټولنې (آسیان) د سرمشریزې په څنډه کې سره کتلي. د جمعې د ورځې راهیسې د آسیان مشران د کرونا له وبا وروسته په لومړي ځل مخامخ خبرو ته کښېناستلي. دا غونډه نن یکشنبه نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) پای ته ورسېده.

د جنوبي کوریا او جاپان له مشرانو سره له کتنې وروسته، بایډن وویل: "له کلونو راهیسې زموږ هېوادونه د شمالي کوریا د اتومي میزایلو څخه زموږ خلکو ته د پېښو خطرونو په اړه درې اړخیزه همکاري لري. شمالي کوریا لا هم خپلو پاروونکو اقداماتو ته ادامه ورکوي. له همدې امله زموږ همکاري اوس تر بل هر وخت ډېره مهمه ده."

شمالي کوریا په روان کال کې په بې ساري ډول زیات شمېر میزایلونه توغولي چې ځینې یې د جاپان پر سر تیر شوي او د هغه هېواد خلک یې په وېره کې اچولي دي.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا وویل: "د شمالي کوریا پاروونکي اقدامات په بې ساري ډول دوام لري. دغه پاروونکي اقدامات، زما په فکر، د توکیو، امریکا او جنوبي کوریا د مشرانو ددې ناستې اړتیا په ګوته کوي. زه غواړم چې د شمالي کوریا په وړاندې د پرېکنده ګام اوچتولو دپاره له متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره همکاري نوره هم پیاوړې کړم."

بایډن د آسیان د مشرانو په غونډه کې ددغې ټولنې پر یووالي او د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو پر محوریت ټینګار کړی، داسې چې د لویو قدرتونو د سیالیو له کبله نه بلکې پخپله د آسیان غړي هېوادونه سیمه ییزې همکارۍ رامنځته کړي.

ولسمشر بایډن وویل: "د حکومت د هند د آرام سمندر د تګلارې له مخې، موږ د یوه متحد او قوي آسیان لپاره د کار کولو ژمنې ته دوام ورکوو."

آسیان او د میانمار موضوع

د انګ سانګ سوچي په مشرۍ د میانمار د حکومت پر ضد د تیرکال د پوځي کودتا مسله د آسیان د غونډې یوه مهمه اجنډا ده.

رهبرانو د میانمار حاکمانو ته خبرداری ورکړی چې ددغه هېواد د پوځ او سیاسي مخالفینو تر منځ د سولې او ناارامیو د پای ته رسولو دپاره د آسیان د سولې پلان عملي کړي او که داسې ونکړي نو د آسیان له غونډو به محروم وساتل شي.

ټاکل شوې چې د اندونیزیا ولسمشر جوکو وېډوډو په راتلونکي کال کې د آسیان مشري وکړي. تمه داده چې دی به د میانمار په برخه کې د ټولنې د اوسني مشر، د کمبودیا د ولسمشر په نسبت جدي دریځ غوره کړي.

ښاغلي وېډوډو وویل: "اندونیزیا وړاندیز کوي چې په غیرسیاسي کچه د میانمار استازیتوب د سرمشریزې او د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې بغیر په نورو برخو کې هم دوام وکړي."

د کمبودیا له رهبر سره کتنه

د آسیان له سرمشریزې سره هم مهاله، ولسمشر بایډن د کمبودیا له رهبر هون سېن سره کتلي دي. هون سېن له ۱۹۸۵ کال راهیسې د کمبودیا صدراعظم دی.

فعالانو له بایډن نه غوښتي چې د کمبودیا د دیموکراتیک شاتګ په اړه له هون سېن نه پوښتنه وکړي.

خو دا چې کمبوډیا کاملا د چین په لمن کې پرته ده، کتونکي وايي، ولسمشر بایډن به د څه کولو زیات چانس ونلري. د چین صدراعظم تېره اونۍ د کمبودیا له رهبر سره وکتل او له هغه هېواد سره د پرمختیايي پروژو لپاره د ۲۷ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د سیاسي چارو کارپوه یونا ون وايي: "کله چې د لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا لخوا فشارونه موجود وي نو چین به د کمبوډیا د حکومت تر شا ولاړ وي او همکاري به کوي. کله چې امریکا د کمبوډیا پر حکومت بندیزونه ولګوي نو چین به له کمبوډیا نه اقتصادي ملاتړ وکړي."

داسې اندېښنې شته چې کمبوډیا په پټه د چین جنګي کښتیو ته د ټایلنډ په خلیج کې د تم کېدو اجازه ورکوي.

تېرکال چین د ټایلنډ په خلیج کې د ریم په نوم د سمندري ځواکونو د اډې د بیارغونې لپاره مالي مرسته وکړه. د آسیان غړي هېوادونه د جنوبي چین په سمندر کې د چین د نفوذ له پراخېدو نه په اندېښنه کې دي.

ولسمشر بایډن د آسیان د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د ګډون کولو لپاره اندونیزیا ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG