د امریکا د جمهورریس مرستیال جو بایدن، د حقایقو د معلومولو دپاره افغانستان ته رسیدلی او د جمهورریس سره گوري.
د سپینی ماڼی بیان نن وایی ، جو بایدن به د جمهورریس کرزی سره ملاقات وکړي چې وگوري افغانانو ته د امنیتي چارو د سپارلو په چارو کې سږکال پیل کیږي، څومره پرمختگ شویدی.
ښاغلی بایدن به همدغه راز، د افغانستان ملی پوځ د روزنی مرکزونوته ولاړ او د امریکا د پوځ د غړو سره به وگوري.
د اوباما حومت ویلی دی چې په دوه زره او یوولسم کال کی د افغانستان امنیتی مسولیت افغانو قواوو ته سپاري. د مسولیت دغه انتقال به په دوه زره او یوولسم کال کې بشپړ شي.
جو بایدن د هغه وخت راهیسی چه په دوه زره او نهم کال کی ، د جمهورریس انتخاب شوی، تراوسه افغانستان ته سفر نه و کړی.