د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، مکسیکو او کاناډا د کډوالو او مخدره موادو د ستونزو په اړه د ګډو اقداماتو ژمنه وکړه


د متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا مشران وايي د امریکا لویه وچه د غیرمنظم مهاجرت، د مخدره توکو د قاچاق، د چین اقتصادي رقابت او په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ګډون له یو لړ لویو ستونزو سره مخامخ ده.

ددغو دریو هېوادونو ولسمشرانو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) د مکسکیو په پایتخت مکسیکو ښار کې د غونډې پر مهال ددغو ستونزو پر وړاندې د یو موټي اقدام کولو ژمنه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل: "مونږ ریښتیني همکاران یو، درې واړه په متقابل درناوي سره د خپلو ټولو خلکو لپاره د یوه خوندي او ښېرازه راتلونکي په خاطر په ګډه کار کوو."

خو د دوی مخې ته د غیرمنظم مهاجرت، غیرقانوني مخدره توکو، د اقلیم د بدلون او په تجارتي توافقاتو کې د اختلاف په ګډون پرتو مسلو حل سخت ګڼل شوی دی.

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانیول لوپز اوبرادور وايي ده له ولسمشر بایډن څخه یې وغوښتل چې اقتصادي همکاري پراخه کړي.

هغه وویل: "دا زموږ لپاره هغه شېبه ده چې د لاتینې امریکا او کربین شاته پرېښودل، خوار ګڼل او له یاده ایستل چې د آزادۍ له سرلاري فرانکلین دیلانو روزویلټ سره د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ خلاف دي، پای ته ورسو. او پیل یې ستاسې سره وکړو."

بایډن په ځواب کې په نړیواله کچه د امریکا د پراخو مرستو یادونه وکړه. هغه وویل: "د امریکا متحده ایالات نه یواځې د امریکا د نیمې کرې بلکه د ټولې نړۍ د هیوادونو په پرتله ډیره بهرنۍ مرسته برابروي. له بده مرغه زمونږ مسئولیت یواځې په لویدیځې نیمې کرې پورې نه دی محدود، بلکه، مرکزي اروپا، اسیا، منځنی ختیځ او افریقا، جنوب ختیځه او لویدیځه اسیا هم په کې شامله ده."

متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ د یو لړ اقداماتو اعلان وکړ چې د تدارکاتو د سلسلې د مسایلو او د نیمه هادي برقي چپونو د جوړلو په برخه کې د همکارۍ پلانونه، د میتان د ګاز د انتشاراتو د کمولو ژمنه، او د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې همکاري په کې شامله ده.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د د شمالي امریکا د دریو هېوادونو د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل: "نړۍ نن ورځ د زورواکو مشرانو په زیاتېدو سره چې نړیواله بې ثباتي یې رامنځته کړې او د ژوند د اړتیاوو ګرانۍ، له ډیر یوه نامعلوم وضعیت سره مخامخ کړېده. دا مهمه ده چې مونږ د مشرانو او ملګرو په توګه داسې لارې چارې پیداکړو چې خپلې اقتصادي چارې نورې هم غښتلې کړو."

درې واړو مشرانو همدارنګه ژمنه وکړه چې د غیرقانوني مهاجرت او د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې به مبارزه وکړي او په ګډه به د قانوني او خوندي مهاجرت لپاره لارې چارې برابرې کړي.

خو لکه څنګه چې مشرانو یې خپله یادونه وکړه، د امریکا لویه وچه د ښه راتلونکي لپاره د یو لړ ننګونو سره مخ ده. کتونکي وايي، ددغو ننګونو په برخه کې په مکسیکو ښار کې د جوړې شوې سرمشریزه د اغیزو معلومولو دپاره وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG