د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: منځمهاله ټاکنې په امریکا کې د ډیموکراسۍ دپاره یوه ښه ورځ وه


Biden
Biden

د امریکا ولسمشر جو بایډن په هیواد کې د نومبر د اتمې نیټې په منځمهالو ټاکنو کې د خپل ګوند بریاوې لمانځلي او دغه ټاکنې یې په امریکا کې د ډیموکراسۍ دپاره ښه ورځ بللې ده.

په داسې حال کې چې د منځمهالو ټاکنو د رایو شمېرنه لا دوام لري، بایډن د چهارشنبې په ورځ نومبر ۹ (لړم ۱۸)، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زموږ ډیموکراسي دې تیرو څو کلونو کې ننګول شوې، خو د امریکا خلکو په خپلو رایو په ژبه خبرې وکړې او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې ډیموکراسي زموږ پېژندګلوي ده."

د رایو لومړنۍ شمېرنې ښيي چې د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو له دیموکراتانو یو څه زیاتې څوکۍ ګټلي او د سنا مجلس دپاره د څو مهمو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې لا تر اوسه ندي اعلان شوې.

تر اوسه هیڅ ګوند د کانګرس په دوو جرګو کې د یوې اکثریت هم ندی ګټلی، خو جمهوري غوښتونکي په دغو ټاکنو کې د تمې خلاف د غوڅ اکثریت په ګټلو ندي بریالي شوي. دیموکراتان، چې په ډېرو انتخاباتي حوزو کې یې د سترې ماتې وړاندوینه کېدله، تر دې مهاله په څرګندو شویو پایلو خوښ دي.

د سپینې ماڼۍ په خبري کنفرانس کې ولسمشر بایډن همدارنګه وویل، چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایله که هر څه وي، دی تیار دی چې له جمهوري غوښتونکو سره په ګډه کار وکړي او د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

بایډن وویل: "اجازه راکړئ چې ووایم: پرته له دې چې په دې ټاکنو کې وروستۍ پایلې څه ښیي، چې لاهم د رایو شمیرل دوام لري، زه چمتو یم چې د خپلو جمهوري غوښتونکو همکارانو سره کار وکړم، زه فکر کوم چې د امریکا خلکو دا روښانه کړې ده. دوی تمه لري چې جمهوري غوښتونکي به له ما سره د بهرني سیاست په برخه کې کار کولو ته چمتو وي. هیله لرم چې له جمهوري غوښتونکو سره په ګډه پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په وړاندې خپل دریځ وساتو."

د ټاکنو ناڅرګندې وروستۍ پایلې

دیموکراتانو په واشنګټن ډي سي، د ویرجینیا په ځینو برخو او څو نورو انتخاباتي حوزو کې له سختې سیالۍ وروسته کافي رایې ګټلي او په ولسي جرګې کې یې د جمهوري غوښتونکو د غوڅ اکثریت د ګټلو مخنیوی کړی دی. خو ددې احتمال شته چې جمهوري غوښتونکی کیون مککارتي ددې جرګې ریاست وګټي.

مککارتي وویل: "جمهوري غوښتونکي ټولو هغو کسانو ته ښه راغلاست وايي چې غواړي د امریکا د خلکو د غوښتنو د پوره کولو په دغه نوي مسیر کې زموږ سره ملګري شي."

خو څېړونکي وايي، په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو غوڅ اکثریت نه ګټل او په لږ توپیر ګټه د مککارتي آجنډاد ټکنۍ کولی شي.

د امریکن پوهنتون د نړیوالو خدمت څانګې استاد ګارېټ مارټین وویل: "د کېون مککارتي دپاره به د یووالي ساتنه ځکه ستونزمنه وي چې ګوند یې ښايي یوازې د ګوتو په شمار اضافه څوکۍ وګټي. په داسې شرایطو کې د ګوند د یووالي ساتل ډېر مهارت ته اړتیا لري."

د امریکا په ډیرو انتخاباتي حوزو کې د سنا مجلس دپاره د رایو پایلې د توقع خلاف ډيرې نږدې وې. په پنسلوانیا کې د جمهوري غوښتونکي کاندید مهمت آز په وړاندې د جان فیټرمن بري دیموکراتان هیله من کړي چې په سنا کې خپل اکثریت وساتي.

ښاغلي فیټرمن د خپلې تګلارې په اړه وویل: "د ښځو دپاره د انتخاب حق، د کارګرانو د معاشونو لوړول، زموږ د ژوند او اتحادیې ساتل او روغتیايي خدمات، بنیادي بشري حقونه دي."

څېړونکي وايي، که د سنا څوکۍ پنځوس-پنځوس وېشلي وي، د دیموکراتانو دپاره به ددې غوښتنو عملي کول ستونزمن وي.

د امریکن پوهنتون د عامه چارو د څانګې استاده اېمي ډېسي وايي: "د اندېښنې خبره دا ده چې د خلکو ځینو غوښتنو چې کاندیدانو یې ژمنه کړې ده، مشکله ده چې په ورځني ژوند کې انعکاس ومومي."

د جورجیا مهم ایالت

په سنا مجلس کې د جورجیا د استازي دپاره د د دیموکرات سناتور رافایل وارناک او جمهوري غوښتونکي کاندید هرشل واکر تر منځ نتیجه مساوي شوې ده، او په تېرو دوو کلونو کې دا دوهم ځل دی چې ښايي د جورجیا ایالت دوهم ځلي ټاکنې په سنا کې د واکمنۍ برخلیک وټاکي.

ددغه ایالت ځینې رایه ورکوونکي وايي مهمه بولي چې دواړو ګوندونو ته مساویانه چانس ورکړل شي. دغو رایه ورکوونکو ته له یوه ګوند څخه بل ته د واک د لیږد پایلې هم څرګندې دي.

تمه کيږي چې په کانګرس کې د دوو ګوندونو تر منځ د قدرت توازن د ډیسمبر په شپږمه د رافایل وارناک او هرشل واکر تر منځ د دوهم ځلي ټاکنو په پایله کې څرګند شي.

XS
SM
MD
LG