د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د کرونایروس اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل


ولسمشر بایډن غواړي په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰ د کروناویروس ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین تولید شي
ولسمشر بایډن غواړي په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰ د کروناویروس ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین تولید شي

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د کروناویروس سره د مبارزې لپاره نوي‌ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل.

نوي فرمانونه د کرونا ضد د واکسین د تولید، ماسک تړلو او نورو اړوندو مسايلو په اړه دي.

یو فرمان د واکسین د هغو ستنو/پېچکارۍ د تولید د زیاتوالي په اړه دی چې درمل جوړونکو ته اجازه ورکوي‌ د پیچکارۍ له بوتل څخه د واکسین یو اضافي ډوز راوباسي.

د نويو فرمانونو په اساس به د «وبا د معاینې بورډ» هم جوړیږي چې هدف یې د کروناویروس د معایناتو زیاتول دي.

دا مهال ډېر امریکایان د کرونا ویروس د معاینې لپاره له ډاکټرانو او نرسانو سره د وخت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د ولسمشر بایډن د یو بل فرمان په اساس خلک باید په لویو ترانزیتي بسونو او اورګاډو کې دننه او په هوايي ډګرونو او الوتکه کې هم ماسکونه وتړي.

ډاکټران وايي‌ د ماسک تړل د کروناویروس خپرېدل کموي او ورو کوي.

په همدې حال کې د ساري‌ ناروغیو او الرجي د ملي انستیتوت مشر انتوني فاوچي وايي چې امریکا به بې وزلو هېوادونو ته د کروناواکسین ورکول هم پیلوي.

ښاغلی فاوچي د طب په برخه کې د ولسمشر بایډن ستر سلاکار دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان اجرايي بورډ ته د ویدیو کنفرانس له لارې وویل چې امریکا به « کرونا واکسین ته د لاسرسي اسانتیاوې» په ابتکار کې هم برخه اخلي چې د نړۍ تر ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شي.

نوموړي وویل چې امریکا به د روغتیا نړیوال سازمان سره خپل مالي تعهدات پوره کوي.

ولسمشر بایډن غواړي په خپلو لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰ د کروناویروس ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین تولید شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې « د کروناویروس واکسین ته د لاسرسي اسانتیاوې» د ابتکارمسولینو ویلي دي‌ چې پلان لري په ۲۰۲۱کې د نړۍ بې وزلو هېوادونو ته ۱.۸میلیارد ډوزه واکسین انتقال کړي.

کروناویرس په لومړي ځل د ۲۰۱۹کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې یې له کبله دوه میلیون انسانان مړه شوي ‌او څه باندې ۹۷میلیون نور پرې اخته دي.

امریکا کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د کرونا له کبله ډېر کسان مړه شوي او په دغه ویروس اخته شوي دي.د جانز هاپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس په امریکا کې څه باندې ۲۴میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي دي‌ او تر ۴۰۰زره زیات نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG