د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن زرګونه امریکایان چې د چرسو په قضیو کې تورن و، وبخښل


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن پنجشبه اکټوبر ۶ (تلې۱۴) په یو ځانګړي امر کې زرګونه امریکایان چې د چرسو لرلو له کبله مجرم بلل شوي و، وبخښل چې په متحده ایالاتو کې د دې بوټي د قانوني کولو لپاره یو ستر ګام دی.

ښاغلي بایډن وویل، "زه د ټولو هغو مخکنیو فدرالي جرمونو د بخښلو اعلان کوم چې په ساده توګه د چرسو لرلو له کبله شوي و."

بایډن د خپلو پلویانو سره دا ژمنه پداسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې د کانګرس څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات وشي او جمهوري غوښتونکي غواړي چې د زیاتو څوکیو په ګټلو سره د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت تر لاسه کاندي.

د ښاغلي بایډن په حکم کې دا ندي راغلي چې د چرسو څخه ګټه اخیستل په بشپړ توګه غیر جنایي کړي او دا یې ویلي چې د "دې بوټي په قاچاق، بازار موندنې او کم عمرو ماشومانو پلورلو باندې محدودیتونه به پخپل حال پاتې وي."

جمهور رئیس جو بایډن دا پریکړه پداسې حال کې کوي چې د متحده ایالاتو په ګڼ شمیر ایالتونو کې وار د مخه د چرسو کارول قانوني دي او د روغتیایي چارو مسؤلین وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸ په سلو کې امریکایانو دا بوټی کارولی و.

بایډن همدارنګه د عدلیې او روغتیا د وزارتونو څخه غوښتي چې پریکړه وکړي آیا چرس د لږ خطرناک مواد په توګه طبقه بندي کړي که نه.

امریکایي چارواکي وایي چې نږدې ۶۵۰۰ کسان په متحده ایالاتو کې د چرسو په برخې کې د فدرالي قانون له مخې د ستونزو سره مخ دي او همدرانګه به زرګونه نور هغه کسان هم د جمهور رئیس بایډن د حکم له کبله وبخښل شي چې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د چرسو لرلو له کبله بندیان دي.
د بایډن په حکم کې په ایالتي چارواکو هم فشار راځي چې د فدرالي قانون په شان عمل وکړي او هغوي چې د چرسو لرلو له کبله مجرم بلل شوي، وبخښي.

بایډن ویلي، " زه د ټولو والیانو څخه غواړم چې د ایالت په کچه دیته ورته عمل وکړي. هر هغه څوک چې یوازې د چرسو لرلو له کبله په فدرالي زندانونو کې نشي پاتې کیدی، باید په سیمه ایزو او ایالتي زندانونو کې هم د ورته دلیل په خاطر پاتې نشي."
د ښاغلي بایډن دا پریکړه ناڅاپه په یوې ویډیو کې خپره شوه چې یوه اعلامیه هم ورسره وه او تر دې وړاندې مطبوعاتو ته هیڅ ډول معلومات نه و ورکړل شوي.


پدې پریکړې سره جمهور رئیس بایډن د نومبر میاشتې ۸مې نیټې څخه وړاندې چې ټاکل شوې د کانګرس څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات وشي، د توکمیز عدالت د فعالینو یوه مهم غوښتنه پر ځای کړه ځکه دا کسان پدې په غصه دي چې دا قانون قومي اقلیتونه حتی د لږ شان چرسو لرلو له کبله د قانوني چلند سره مخ شوي.

بایډن وویل، "لکه څنګه چې ما په انتخاباتي مبارزو کې ویلي و، هیڅوک باید د چرسو لرلو له کبله په زندان کې وانچول شي. دې کار د ډیرو ژوند ته صدمه رسولې وه او د داسې یوې کړنې له کبله بندیان شوي و چې په ډیری ایالتونو کې نور منع ندي."


XS
SM
MD
LG