د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د امریکا د پوځي اډې جوړولو لپاره د جو بایدن وړاندیز


جو بایدن د امریکا د جمهور رئیس پخوانی مرستیال و او اوس د ٢٠٢٠ کال انتخاباتو ته یو کاندید دی
جو بایدن د امریکا د جمهور رئیس پخوانی مرستیال و او اوس د ٢٠٢٠ کال انتخاباتو ته یو کاندید دی

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د دموکرات گوند د نوماندۍ یو داوطلب جو بایدن، وړاندیز کړی دی چې امریکایي سرتیري دې د افغانستان نه ووځي او د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره دې د پاکستان په یوه پوځي اډه کې میشت شي.

ښاغلی بایدن چې هڅه کوي د امریکا په ٢٠٢٠ کال انتخاباتو کې د دموکرات گوند د نوماند په توگه وټاکل شي دغه څرگندونې یې په گوندي مناظره کې طرحه کړې.

هغه وویل په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون سره مخالف دی ځکه د هغه په اند ورته اړتیا نشته.

ښاغلي بایدن وویل: "مونږ کولای شو د پوځي اډو په جوړولو – په هغه صورت کې چې پاکستانیان دغه اډې برابرې کړي – وکولای شو له هغه ځایه د هغه څه په وړاندې چې پوهیږم اقدام وکړو (او) امریکا د تروریزم له هغه خطر نه چې د افغانستان نه متوجه دی، مصونه کړو".

هغه زیاته کړه: "مونږ په هغه ځای (افغانستان) کې سرتیرو ته اړتیا نلرو. زه هغوی بریته هیواد ته راولم".

پاکستان تل اعلان کړی دی چې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره غواړي د امریکا سره همکاري وکړي. دغه هیواد پدې وروستیو کې ملا عبدالغني له زندان نه خوشې کړ چې د امریکا سره په مذاکراتو کې د طالبانو د سیاسي پلاوي مشري وکړي.

خو د طالبانو سره د امریکا مذاکرات چې شاوخوا ٩ میاشتې یې دوام وکړ، پدې وروستیو کې بند شول او امریکایي مقامات اوس د طالبانو د ځپلو لپاره په پوځي بریدونو ټینگار کوي.

XS
SM
MD
LG