د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو د تولید کمېدل؛ امریکا له عربستان سره په اړیکو له سره غور کوي


جو بایډن، د امریکا ولسمشر
جو بایډن، د امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وايي له سعودي عربستان سره له دې امله په خپلو اړیکو له سره کتنه کوي چې د ریاض په مشرۍ د تیلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېیر د سې شنبې په ورځ اکتوبر (تلې ۱۹) وویل چې ولسمشر بایډن له عربستان سره "د متفاوتو اړیکو" په لرلو باور لري او اوسمهال په دغو اړیکو له سره غور کېږي.

ميرمن ژان پېیر وویل: " موږ باور لرو چي د اوپیک پلس د تيرې اونۍ د پریکړې له مخې، دوی یقینا ځانونه د روسیې لور ته کاږي". هغې زیاته کړه: "دا د روسیې سره د یو ځای کیدو وخت نه دی، په ځانګړي توګه د دې وحشیانه او بې ساري جګړې سره چې په اوکراین کې یي پیل کړې ده."

د اسوشیتډ پرس د راپور له مخې، دا به ولیدل شي چې بایډن تر کومه حده غواړي په منځني ختیځ کې خپل پیچلي مګر مهم متحد ته نارضایتي څرګنده کړي. واک ته د رسېد په مهال، ولسمشر بایډن ژمنه کړې وه چې په سعودي عربستان باندې د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو له امله به له دغه هېواد سره د امریکا اړیکې له سره تنظیم کړي، خو بیا یې د دې کال په پیل کې ریاض ته سفر وکړ.

ژان پېیر وویل، له سعودي سره پر اړیکو د غور دپاره مهال وېش ندی مشخص شوی او نه هم سپینې ماڼۍ ددې کار دپاره تر اوسه کوم سلاکار ګمارلی دی.

د اوپیک پلس هېوادونو ټولنې، چې روسیه او سعودي عربستان هم پکې شامل دي، تیره اونۍ اعلان وکړ چې د تیلو په ورځني تولید کې دوه میلیون بیرل کموالی راولي، چې دا به د تیلو د بیو په لوړولو کې مرسته وکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته به ددې توان ورکړي چې په اوکراین د یرغل مالي اړتیاوې پوره کړي.

د امریکا د کانکرس دموکرات غړو له عربستان سره د همکاریو په درولو ټینګار کړی دی.

د کنیټیکټ دموکراټ سناتور ریچارډ بلومینټل او د کلیفورنیا استازي رو کهنا د سه شنبې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه چې پکې د یو کال دپاره په سعودي عربستان باندې د متحده ایالاتو د وسلو د پلورلو د سملاسي بندیز غوښتنه شوې ده. په لایحه کې په پرزه جاتو او د ترمیم په خدماتو هم د بندیز غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG