د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین ته مې د داسې بندیزونو خبرداری ورکړ چې مثال به یې نه وي لیدلی 


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین سره یې په مجازي ملاقات کې هغه ته ویلي که په اوکراین یې برید وکړ د امریکا له داسې اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي چې مثال به یې لیدلی نه وي.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لېندۍ۱۷) وویل چې ښاغلي پوتین ته یې ویلي چې په اوکراین باندې به هر ډول برید داسې بندیزونه ولري چې «هغه [پوتین] یې هېڅکله هم بېلګه نه وي لیدلې».

ښاغلي‌ بایډن وویل چې په اوکراین باندې به د روسیې د احتمالي برید په مهال امریکايي ځواکونو اوکراین ته نه استول کیږي‌، ځکه چې د هغه په خبره اوکراین د ناټو غړی نه دی.

هغه وویل د کلکو اقتصادي بندیزونو سربېره، په اوکراین باندې د روسیې برید به په اروپا کې د ناټو په غړو هېوادونو کې د امریکا د قوي پوځي‌ حضور لامل شي.

هغه زیاته کړه: «څرګنده مې کړه چې اوکراینیانو ته به دفاعي قابلیتونه هم برابروو.»

نوموړي وویل له دغو څرګندونو وروسته ښاغلي پوتین د امریکا دریځ درک کړ،«پوره مطمین یم چې هغه پیغام واخیست».

دا مجازي ملاقات تېره ورځ وشو. ښاغلي پوتین ویلي دي‌ چې په یوې اونۍ کې به په اوکراین د امنیتي خبرو لپاره خپل وړاندیزونه واشنګټن ته وسپاري. هغه وویل چې روسیه په اوکراین باندې د برید هوډ نلري خو زیاته یې کړه چې په خپل ګاونډ کې به د ناټو د حضور په اړه غلې نه کیني.

هغه وویل چې له ښاغلي بایډن سره یې ویدیو تماس «ډېر واضح، مشخص او.... رغونکی و».

سره له دې چې روسیه ټېنګار کوي ‌چې په اوکراین باندې د برید هوډ نلري، د امریکا استخباراتي چارواکي‌ وايي مسکو له اوکراین سره په سرحد کې شاوخوا ۷۰زره سرتېري ځای په ځای کړي او بل کال په اوکراین باندې د برید پلان لري.

XS
SM
MD
LG