د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: تر هغه وخته چې لازمه وي د اوکراین ملاتړ کوو


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي امریکا او متحدین به یې "تر هغه وخته چې لازمه وي" د اوکراین ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې دا هیواد د روسیې په مقابل کې ماتې وخوري.

ښاغلي بایډن پنجشنبه جون ۳۰ (چنګاښ۹) د هسپانیې په پایتخت مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په پای کې په خبري کنفرانس کې وویل، "تر هر وخته چې لازمه وي د اوکراین سره به ودریږو او ټول متحدین به د اوکراین سره ولاړ وي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې هغوي (اوکراینیان) د روسیې لخوا ماتې ونه خوري".

د امریکا جمهور رئیس په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې اوکراین روسیې ته "سخت ګوزار" ورکړی. هغه وویل نه پوهیږي چې د اوکراین جګړه به څه ډول پای ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې "دا جګړه به داسې پای ونه مومي چې اوکراین د روسیې د لاسه ماتې وخوري".

په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د شمالي اتلانیتک تړون سازمان (ناټو) دیته اړ کړه چې په بیلا بیلو برخو کې خپله پالیسۍ بدله یا نوې کړي. د ناټو د مشرانو پدې غونډې کې همدرانګه فنلنډ او سویډن ته چې غواړي د دې سازمان غړیتوب تر لاسه کړي، په رسمي توګه د غړیتوب بلنه ورکړل شوه.

ناټو همدارنګه ژمنه وکړه چې د ختیځې اروپا په هیوادونو کې به خپل شتون لا قوي کاندي او د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم وویل چې په اروپایي هیوادونو کې به د امریکایي سرتیرو شمیر ډیر کاندي.

ښاغلي بایډن وویل، "دا غونډه زمونږ د اتحاد غښتلتیا، په نړۍ کې د نن ورځې د ستونزو سره د مقابلې کولو او هغو ګواښونو په هکله وه چې په راتلونکي کې ښایي ورسره مخ شو".

په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د یو ځای کیدو په هکله د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې ددې هیوادونو په یو ځای کیدو به ناټو لا قوي شي او غړي هیوادونه به لا خوندي شي.

تر اوسه معلومه نده چې متحده ایالات به نور څومره سرتیري اروپایي هیوادنو ته واستوي خو د فبروري د میاشتې راهیسې چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، امریکا هم اروپا ته د سرتیرو لیږل چټک کړي او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۰ زره تازه سرتیرې اروپا ته لیږلي دي.

متحده ایالات اوس مهال په اروپا کې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG